Home » Author Archives: roydad (page 38)

Author Archives: roydad

د امريکا ولسمشر جوبايډن پر کرونا اخته شوی

د امريکا سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې د ولسمشر جوبايډن د کرونا ټيسټ پايله مثبته ختلې او په دې توګه نوموړی د کووېډ۱۹ پر ناروغۍ اخته شوی دی. جوبايډن د سپينې ماڼۍ له دې خبر سره سم ويلي، که څه هم نوموړی د کرونا علايم نه لري خو د نورو ...

Read More »

د پي‌ټي‌اېم په هڅو د ناوې او زوم په شمول لسګونه افغانان د پاکستان له زندان ازاد شول

د پښتون ژغورنې غورځنګ خبر ورکړی، چې په بلوچستان کې يې د يوې ناوې او زوم په شمول د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شوي لسګونه افغانان بېرته خوشي کړي دي. د دې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين بېګاه شپه د (زمري په ۸مه) خپله فېسبوک پاڼه کې په دې ...

Read More »

بلېنکن؛ لاوروف ته د دوو امريکايي زندانيانو د خلاصون وړانديز کړی

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن پرون جمعه د (زمري په ۷مه) په واشنګټن کې خبري کنفرانس ته ويلي، چې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف ته يې په روسيې کې د دوو امريکايي زندانيانو د خلاصون وړانديز کړی دی. نوموړي زياته کړې، چې له خپل روسي سيال ...

Read More »

که له ماليې څخه د شاکيرا تېښته ثابته شي، پر ۸ کلونو بند محکومېدای شي

د کولمبيا پر مشهورې سندرغاړې شاکيرا چې دا مهال په هسپانيې کې اوسي، تور دی چې د خپلې شتمنۍ او ترلاسه کړو پيسو د ماليې تصفيه يې نه ده کړې. شاکيرا ويلي، چې تر ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو پورې تر لاسه کړې پيسې يې د نړيوالو سفرونو، کانسرتونو او دغه ...

Read More »

په نړيواله کچه ۴سوه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

د روغتيا نړيوالو سازمان يا WHO د خپلو تازه موندنو له مخې خبر ورکړی، چې لا هم په نړيواله کچه سلګونه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. دې سازمان نن شنبه د (زمري په ۸مه) ويلي، چې اوس هم په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴ ميليونه کسان ...

Read More »

افغانستان کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ريل پټلۍ پروژې سروې پيلېږي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وياند حفيظ احمد ضياء خبر ورکړی، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد ولسمشرۍ د چارو ادارې له رئيس سردار عمرزاکوف سره ليدلي. د نوموړي په خبره، دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ...

Read More »

د کرکټ په لوبغالي کې چاودنې ته د نړيوالو غبرګونونه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې پرونۍ چاودنه غندلې او دا يې د بشري اصولو خلاف عمل بللی دی. نوموړي نن شنبه د (زمري په ۸مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې پر ملکي وګړو دغه ډول بريدونه د نړيوالو بشري قوانينو ...

Read More »

بريتانيا له افغانستان څخه د تخليې په علمياتو کې خپلې تېروتنې تائيد کړې

د بريتانيا بهرنيو چارو وزارت تائيد کړې، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط سره له دې هېواد څخه د بريتانوي پوځيانو د وتلو پرمهال، د خلکو د تخليې په عملياتو کې ډېرې تېروتنې شوي. ګارډين ورځپاڼې په دې اړه خپل راپور کې ويلي، دې وزارت د تخليې ...

Read More »

حنفي: حکومت د ښځو او نجونو؛ د کار او زده‌کړو مخالف نه دی

په داسې حال کې چې له ۳۴۰ ډېر ورځې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړل کېدو تېرېږي، خو د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي تازه ويلي چې حکومت د نجونو د زده‌کړو او د ښځو له لوري د کار له کولو سره مخالفت نه ...

Read More »

د سعودي او فرانسې مشران نن د انرژۍ رامنځته شوې تشې پر ډکولو غږېږي

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان نن پنج‌شنبه د (زمري په ۶مه) اروپايي هېوادونو ته د سفر په لړ کې له يونان څخه فرانسې ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې، محمد بن سلمان او د فرانسې ولسمشر ايمانوېل مکرون به د انرژۍ د هغې تشې پر ډکولو خبرې ...

Read More »