Home » Author Archives: roydad (page 34)

Author Archives: roydad

په غزې کې د اسرائيلو د بريد له امله د مړو شمېر ۲۴ تنو ته پورته شوی

فلسطيني چارواکو خبر ورکړی، چې په غزې کې د اسرائيلي ځواکونو له لوري د فلسطين د اسلامي جهاد نومې ډلې پر وړاندې له  هوايي بريدونو وروسته راکيټي بريدونه پيل شوي دي. د چارواکو په خبره، نن يک‌شنبه د (زمري په ۱۶مه) هم په غزې کې څو راکېټونه چې د اسرائيلي ...

Read More »

کابل کې د پرونۍ چاودنې له امله ټول‌ټال ۳۰تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل سوېل پرون شنبه د (زمري په ۱۵مه) يو بيا د چاودنې شاهده و، چې په ترڅ کې يې شاوخوا ۳۰ تنو مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه چاودنه پرون ماسپښين مهال د کابل ښار اړوند په پل سوخته سيمه کې وشوه او د روغتيايي چارواکو په خبره، په ترڅ ...

Read More »

قمي: افغانستان د کمال خان بند اوبه را پرېښي او سيستان ته را رسېدلي

د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي خبر ورکړی، چې د افغانستان له لوري د کمال خان بند اوبه ور پرېښوول شوي او د ايران سيستان ولايت ته رسېدلي دي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې پرون شنبه د (زمري په ۱۵مه) د کمال خان بند ...

Read More »

امريکا: په افغانستان کې به مو د ترهګرۍ پر وړاندې دريځ واضيح او روښان وي

په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر جوبايډن تېره اونۍ په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ، تازه سپينې ماڼۍ يو وار بيا ويلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې به يې دريځ روښانه وي. د سپينې ماڼۍ وياندې کرين ...

Read More »

په غزې کې له بريد وروسته پر اسرائيلو سلګونه توغندي ويشتل شوي

د فلسطين په غزې تړانګه کې د اسرائيلي ځواکونو له هوايي بريد وروسته، دغلته د فعالې د فلسطين اسلامي جهاد يا PIJ ډلې له لوري پر اسرائيلو سلګونه توغندي توغول شوي دي. اسرائيلو د غزې په بريد کې ادعا کړې چې د يادې جهادي ډلې يو مهم قومندان يې وژلی ...

Read More »

کرزی: طالبانو د پاکستان په خوله د نجونو ښوونځي تړلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ادعا کړې، چې پاکستان له زده‌کړو او تحصيل څخه د افغان نجونو په محرومولو کې لاس لري او زياتوي چې طالبانو د نجونو ښوونځي د پاکستان په امر تړلي دي. نوموړي له شپېګل جرمنۍ مجلې سره په مرکه کې، چې پرون جمعه د (زمري ...

Read More »

حکومت په غزې کې د اسرائيلو هوايي بريدونه وغندل

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د فلسطين په غزې کې د اسرائيلو هغه هوايي بريدونه وغندل، چې په کې ۱۰تنه وژل شوي دي. د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې چې د دې وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر کې خپره کړې، د ...

Read More »

ريچارډ بنت: طالب چارواکي د افغانانو د امنيت خونديتوب مسوولان دي

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت د کابل په سوېل کې پرونۍ چاودنه غندلې او ويلي يې دي، چې طالب چارواکي د خلکو د امنيت خونديتوب مسووليت لري. نوموړي پرون جمعه ناوخته د (زمري په ۱۴مه) په خپل توېټر ...

Read More »

ملا يعقوب: د افغانستان حکومت په رسميت پېژندل د امريکا په ګټه دي

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست ملا يعقوب مجاهد وايي، چې د امريکا له لوري په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت په رسميت پېژندل، په خپله د امريکا لپاره په ګټه دي. نوموړي د امريکا له NPR راډيو سره په مرکه کې چې پرون جمعه د (زمري په ۱۴مه) ...

Read More »

“کابل ته د ايمن‌ الظواهري د راتګ او داغلته د اسيدنې په اړه حکومت نه و خبر”

د افغانستان سرپرست حکومت له څو ورځني ځنډ وروسته نن پنج‌شنبه د (زمري په ۱۳مه) د امريکا ولسمشر جوبايډن هغې ادعا ته غبرګون وښود، چې په کابل کې يې د وروستي هوايي بريد په وسيله د القاعده شبکې د مشر ايمن‌الظواهري د وژلو په اړه کړې. حکومت په دې اړه ...

Read More »