Home » Author Archives: roydad (page 26)

Author Archives: roydad

پوليس: د عمران خان د نيولو لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی

د پاکستان پوليسو هغه اوازې رد کړې، چې ويل کېدل پوليسو د اسلام‌اباد په بني ګالا کې د مخکيني لومړي وزير عمران خان کور محاصره کړی او د نوموړي د نيولو هڅه يې کړې. امنيتي چارواکو تائيد کړې چې د نوموړي کور ته څېرمه سيمو کې پوليس ځای پر ځای ...

Read More »

شولټز: ناټو کې د اوکراين غړيتوب تر راتلونکو ۳۰ کلونو هم ممکن نه دی

د جرمني لومړي وزير اولاف شولټز په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې په ناټو سازمان کې د اوکراين غړيتوب له وخت مخکې خبره ده او دا کار په راتلونکو ۳۰ کلونو کې هم ممکن نه دی. نوموړي زياته کړې، چې دا خبره يې پر اوکراين له بريد وړاندې د ...

Read More »

امريکا له طالبانو سره د افغانستان شتمنۍ ازادولو په اړه مذاکراتو ته دوام ورکوي

روېټرز خبري اژانس د درېيو امريکايي چينو په حواله ويلي، پر دې سربېره چې طالبانو په کابل کې د القاعده مشر ايمن الظواهري ته پنا ورکړې وه او بيا د امريکا له لوري په نښه شو، لا هم دغه هېواد له طالبانو سره د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ د ...

Read More »

جرمني: د تاشکند له لارې له ۵ زرو زيات افغانان جرمني ته لېږدول شوي

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د جرمني سفارت وايي، په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته يې زرګونه هغه افغانان د تاشکند هوايي دهليز له لارې جرمني ته لېږدولي، چې په بېړنۍ توګه يې خونديتوب ته اړتيا درلوده. دې سفارت نن دوشنبه د (زمري په ۳۱مه) خپل ټوېټر کې ...

Read More »

ملګري ملتونه: د پرمختللي افغانستان لپاره بايد د ښځو او نجونو حقونه رعايت شي

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ يا UNHCR په افغانستان کې د ط.البانو له لوري پر ښځو او نجونو د محدوديتونو وضعه کېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. دې ادارې نن دوشنبه د (زمري په ۳۱مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ښځو او نجونو پر تګ راتګ ...

Read More »

کشمير کې د ګزمې پرمهال ۹ پاکستاني پوځيان وژل شوي

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې پرون يک‌شنبه ناوخته د (زمري په ۳۰مه) د ګرمې پرمهال د پاکستان ۹ پوځيان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي. دغه پېښه د کشمير په باغ ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د پوځيانو د کزمې موټر له سړک د ...

Read More »

ملګري ملتونه نن د طالب چارواکو د سفر معافيت په اړه پرېکړه کوي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (زمري په ۳۱مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا بهر ته د طالب چارواکو د سفر پايته رسيدلي معافيت په اړه پرېکړه وکړي. په نننۍ پرېکړه کې ښايي د طالب چارواکو د سفر معافيت تمديد او يا هم محدود شي. د دې پرېکړه په اړه ...

Read More »

عبدالله له ملګرو ملتونو؛ له سيلاب ځپلو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې

ډاکټر عبدالله عبدالله نن يک‌شنبه د (زمري په ۳۰مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر يا يوناما له سرپرست مارکوس پوټزيل سره ليدلي. په دې ليدنه کې د افغانستان پر اوسني وضعيت او دغه راز له افغانستان سره په راتلونکي کې پر لا زياتو همکاريو بحث او ...

Read More »

ترکيې کې د دوو جلا ټرافيکي پېښو له امله ۳۲ تنه مړه شوي

ترکي رسنيو راپور ورکړی، چې پرون شنبه ناوخته د (زمري په ۲۹مه) دغلته د دوو جلا ټرافيکي پېښو له امله ۳۲ تنه مړه او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه په غازيانتيپ ولايت کې د يوه بس او امبولانس ترمنځ د ټکر له امله ...

Read More »

خوړو نړيوال پروګرام؛ سږکال له ۲۱ ميليونه افغانانو سره خوراکي مرستې کړي

د خوړو نړيوالو پروګرام يا WFP وايي، چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې يې له ميليونونه هغو افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې کړي، چې د خوړو له ناخونديتوب سره مخ دي. د ياد بنسټ د افغانستان برخې تازه نن يک‌شنبه د (زمري په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، ...

Read More »