پاکستاني چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو هغه سرتېري د ورسپارولو غوښتنه کړې، چې پرون يکشنبه يې په سپين بولدک کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړي دي. د افغانستان پوله ساتو ځواکونو يوه سرتېري پرون يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) د کندهار په ...
Read More »پښتين: په خپله خاوره جنګ او ناامني نه شو زغملی
د پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM پرون يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) د بنو په جانيخېلو سيمه کې د امن په پلوۍ او د ترهګرۍ د مخنيوي په موخه ولسي سمينار ترسره کړ او د مختليفو سيمو لسګونه اوسېدونکو په کې برخه لرله. د سمينار پرمهال په پښتونخوا او قبايلي ...
Read More »سعودي تائيد کړه چې له امريکا سره يې په مناسباتو کې ستونزې شته
په داسې حال کې چې د نفتو د توليد پر اندازې د امريکا او سعودي عربستان ترمنځ د اړيکو سړېدو راپورونه ورکړل شوي؛ خو تازه د سعودي عربستان چارواکو تائيد کړې چې له امريکا سره په اړيکو کې يې ستونزې رامنځته شوي. د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل ...
Read More »جنوبي وزيرستان لاريون؛ پښتانه دې د ترهګرۍ د سون توکو په توګه نه کارېږي
په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې زرګونه ځايي اوسېدونکو نن يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) د ترهګرۍ خلاف او د امن په پلوۍ سولهييز پاڅون او لاريون وکړ. لاريون کوونکو د اعتراض په توګه د واڼه له رستم بازار څخه پلی تګ پيل او له بازار څخه په څو سوه ...
Read More »اېتوپيا حکومت او ټيګري وسلهوالو د سولې هوکړې عملي کولو سند لاسليک کړ
د اېتوپيا حکومت او د ټيګري د خلکو ازادۍ جهبې يا TPLF استازو پرون شنبه د کينيا په پلازمېنه نېروبي کې د سولې شوې هوکړې د عملي کولو سند لاسليک کړ. د دواړو لوريو استازې د تېرې اوونۍ له دوشنبې راهيسې د داسې لارو چارو په اړه پر مذاکراتو بوخت ...
Read More »يومانا د افغان متشبثينو د ملاتړ لپاره له حکومت سره د خبرو د دوام غوښتنه کړې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اوتنبایوا او د هغې مرستیال رامیز الاکبروف د سوداګرۍ او صنعت له سرپرست وزیر سره ليدلي دي. يوناما په دې اړه خپله فېسبوک پاڼه کې نن يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) ليکلي، چې په دې ...
Read More »امريکا پر افغان ښځو له تازه لګېدلو بنديزونو سره مخالفت وکړ
په افغانستان کې پر ښځو د لګول شوو بنديزونو په غبرګونو کې دا ځل امريکا هم د يادو تازه بنديزونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا يې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې ناسمه پرېکړه بللې ده. د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شارژدافيري کرين ډيکر پرون مازدېګر د (لړم ...
Read More »ميرضيايف: د افغانستان انزوا له امله منځنۍ اسيا کې د ناوړه وضعيت وېره شته
د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د افغانستان انزوا ناسم سياست بللی او ويلي يې دي، چې له دې کبله په منځنۍ اسيا کې د يوه ناوړه احتمالي وضعيت د رامنځته کېدو وېره شته. نوموړي دا څرکندونې پرون جمعه د (لړم په ۲۰مه) د ترک هېوادونو همکاريو سازمان يا UTC غونډې ...
Read More »کرن ډيکر: بهر ته تللې افغان ښځې خپل هېواد ته له ستنېدو ويرېږي
د افغانستان لپاره د امريکا سفارت شاردافيرې کرن ډيکر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، دغلته له مېشو افغان ميرمنو سره ليدلي او په افغانستان کې يې د روان وضعيت په اړه ورسره خبرې کړي دي. نوموړې پرون جمعه ناوخته د (لړم په ۲۰مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، ...
Read More »شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اوړولې
په قبايلي سيمو کې پر پاکستاني ځواکونو د بريدونو په دوام سره، د شمالي وزيرستان اړوند د ميرعلي په نورک سيمه کې پر پاکستاني پوځيانو ځانمرګی بريد شوی. سرچينو ويلي، چې دا بريدو وړمه ورځ ناوخته هغه مهال شوی، چې له سيمې څخه د پاکستاني پوځيانو د موټرو کاروان په ...
Read More »