د قرغيزستان او تاجکستان ځواکونو نن چهارشنبه د (وږي په ۲۳مه) په ګډه پوله کې جګړه کړې او پر يوه او بل يې درنې وسلې هم کارولي دي. د قرغيزيستان د سرحدي ځواکونو له لوري په دې اړه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د دې هېواد بولاک باشي ...
Read More »پاکستان له افغانستان څخه د مسعود اظهر د نيول غوښتنه کړې
پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت له افغانستان څخه په يوه ليک کې غوښتنه کړې څو په دغلته مېشت د جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ونيسي. د پاکستان جيونيوز ټلوېزيون د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي له قوله د نوم نه ...
Read More »پاکستان کې د پوځ لوی درستز د ګمارنې پر سر سياسي جنجالونه
ټاکل شوې چې په راتلونکي نومبر مياشت کې د پاکستان د پوځ لوی درستز جنرال قمر جاوېد باجوه د دندې موده پای ته ورسېږي او له همدې کبله حکومت مسوول دی، چې د پوځ د لوی درستز څوکۍ ته د جنرالانو له منځه يو غوره کړي. خو دغه بحث دامهال ...
Read More »فرانسې سفير: طالبان په پنجشېر کې پر جنګي جنايت مرتکب شوي
د افغانستان لپاره د فرانسې سفير ډيوېډ ماټينون د يوه ويډيويي پيغام په خپرولو سره ويلي، چې طالبان په پنجشېر کې د خلکو په نيولو او ورسره د بد چلند کولو له امله، پر جنګي جنايت مرتکب شوي دي. نوموړي پرون سېشنبه ناوخته د (وږي په ۲۲مه) خپل ټوېټر کې ...
Read More »“له ۲۰۲۱ کال تر دې مهاله ۹ ميليون افغان ماشومان د ګوزڼ ضد واکسين شوي”
د روغتيا نړيوال سازمان يا WHO وايي، په افغانستان کې د ګوزڼ له ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې له تمې سره سمې لاسته راوړنې لري. د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان برخې تازه نن چهارشنبه د (وږي په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې ويلي، چې د تېر ۲۰۲۱ زېږديزکال ...
Read More »د سوات د امن يوه ځايي حرکت مشر په بمي چاودنه کې وژل شوی
د خيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې د امن ځايي حرکت د مشر ادريس خان پر موټر پرون سېشنبه ناوخته د (وږي په ۲۲مه) بمي چاودنه شوې ده. ځايي چارواکو ويلي، چې په چاودنه کې په خپله ادريس خان، د نوموړي دوه ساتونکي او دوه نور عام ولسي وګړي وژل شوي ...
Read More »د پاکستان پوځ: افغان طالبان دې د پاکستان خلاف خپلې خاورې کارېدل بند کړي
د پاکستان پوځ په يوه اعلاميه کې د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي، چې د پاکستان خلاف د ترهګريزو بريدونو په موخه دې د افغانستان د خاورې له کارېدو مخنيوی وکړي. پوځ دا اعلاميه پرون سېشنبه د (وږي په ۲۲مه) په کرمې ايجنسۍ کې پر پاکستاني پوځيانو د وسلهوال بريد ...
Read More »حکومت: پنجشېر د چاڼيزو عملياتو پرمهال ۴۰ مخالفان وژل شوي
سرپرست حکومت اعلان کړی چې د امنيتي ځواکونو پرون سېشنبه د (وږي په ۲۲مه) د پنجشېر په رخه او حصارک ولسواليو کې د مخالفانو پر وړاندې چاڼيز عمليات کړي دي. د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ياد عملياتو په پايله کې د ...
Read More »د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ تازه نښته کې لسګونه ارمني سرتېري وژل شوي
د ارمنيا او اذربايجان ترمنځ د روسيې په منځګړېتوب له څو مياشتني اوربند وروسته، په ناګورنو قرهباغ سيمه کې يو وار بيا د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پيل شوې. تازه د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ويلي، چې له اذربايجان سره ګډې پولې ته څېرمه يې په جګړه کې ۴۹ ...
Read More »کډوالو وزارت: کورني بې ځايه شوو ته د رسېدنې هڅې چټکې شوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معين عبدالحمن راشد وايي، چې دې وزارت د داخلي بېځایه شوو کورنيو ته د رسېدنې او د دوی د ستونزو حلولو په موخه جدي هڅې پيل کړي دي. دې وزارت نن سېشنبه د (وږي په ۲۲مه) يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، ...
Read More »