له شل کلونو د کم عمره فوټبال لوبډلو د اتلولۍ سياليو په ترڅ کې افغان لوبډله وتوانېده، چې پرون جمعه د (وږي په ۲۵مه) د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړي. افغان لوبډلې دغه لوبه د يو او صفر په مقابل کې له عمان وګټله. افغان لوبغاړی امېد رجبي وتوانيد، چې ...
Read More »د شانګهای سازمان په سرمشريزه کې د افغانستان سولې او ثبات پر اهميت ټينګار وشو
د شاهنګهای همکاريو سازمان سرمشريزه، چې د ازبکستان په ثمرقند روانه وه پرون جمعه پای ته ورسېده او په کې د يو شمېر هېوادونو مشرانو د افغانستان سولې او ثبات پر اهميت ټينګار وکړ. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يادې سرمشريزې ته وويل، چې د شانګهای سازمان لومړيتوب له ترهګرۍ ...
Read More »حامد کرزي د امريکا له لوري د افغانستان شتمنۍ د بيلولو پرېکړه رد کړه
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا هغې پرېکړې په اړه دريځ نيونه کړې، چې د افغانستان د کنګل کړای شوې شتمنۍ په تړاو يې کړې ده. حامد کرزي نن پنجشنبه د (وږي په ۲۴مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، د امریکا متحده ایالاتو هغه پرېکړه چې د افغانستان بانک ...
Read More »ارمينيا د اذربايجان پر وړاندې جګړه کې له روسيې پوځي مرسته وغوښته
له تېرې دوشنبې ورځي راهيسې د اذربايجان او ارمينيا ترمنځ په ناګورنو کاراباخ سيمه کې بيا جګړه پيل شوې او تر دې دمه په کې د دواړو هېودونو لسګونه سرتېري وژل شوي دي. د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ويلي، چې د اوسنۍ جګړې له پيل تر دې مهال ۱۰۵ ...
Read More »ضعيف: له افغانستان د مسعود اظهر غوښتنه د پاکستان د مجبورۍ تجارتي لوبه ده
په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفير ملا عبدالسلام ضعيف د هغو راپورونو پر وړاندې په غبرګون کې، چې ګواکې پاکستان له افغانستان څخه د جېش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر د نيولو غوښتنه کړې ويلي، چې دا کار د پاکستان د مجبورۍ تجارتي لوبه ده. ضعيف په خپل ...
Read More »حقاني: که حکومت غلطي وکړي، د تېرو مجاهدينو په برخليک اخته کېدای شي
د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراجالدين حقاني پرون چهارشنبه د (وږي په ۲۳مه) خپلو منسوبينو ته د خبرو پرمهال ويلي، چې د باور جوړولو په موخه دې خپلمنځي اصلاح او زغم ته ډېره پاملرنه وکړي. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ډاکټر نجيبالله له حکومت وروسته د مجاهدينو ...
Read More »د افغانستان بانک: پر کنګل شوې شتمنۍ دې ټول لګېدلي بنديزونه لرې شي
د افغانستان بانک؛ سويسي بانک ته د امريکا متحده ايالاتو له لوري د ۳.۵ مېليارد ډالرو په ارزښت د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ د لېږدولو په اړه غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې دا شتمني د افغانستان بانک او د ټولو افغانانو ګډ مالکيت دی. دې بانک پرون ...
Read More »ملګري ملتونه: په پنجشېر کې دې د بنديانو ناقانونه وژل وڅېړل شي
ملګرو ملتونو په پنجشېر ولايت کې د هغو ادعاوو په اړه خواشيني ښودلې، چې دغلته د طالبانو له لوري د اسيرو مخالفو وسلهوالو د وژلو په اړه شوې ده. د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بينېټ پرون ناوخته په دې اړ ...
Read More »افغانستان په خپله خاوره کې د مسعود اظهر موجوديت رد کړ
بهرنيو چارو وزارت په تازه خپره کړې اعلاميه کې د پاکستاني رسنيو هغه راپورونه رد کړل، چې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله يې خپاره کړي وو او په کې ويل شوي وو، چې د جېش محمد ترهګرې ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې دننه پټ ...
Read More »امريکا سويسي بانک ته د ۳.۵ مېليارد ډالرو په ارزښت د افغانستان شتمني لېږدوي
د امريکا د خزانې وزارت پرون چهارشنبه اعلان کړی، په پام کې لري څو د افغانستان د کنګل کړای شوې شتمنۍ ۳.۵ مېليارد ډالر د Basel-based Bank for International Settlements (BIS) په نوم سويسي بانک ته ولېږدوي. امريکايي چارواکو ويلي، چې دا پيسې به د طالبانو حکومت تر چتر لاندې ...
Read More »