د رئيسالوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، هېڅ حکومتي چارواکی حق نه لري چې د افغانستان د بوديجې يوه افغاني هم غلا، اختلاس او يا يې هم بې ځايه ولګوي. نوموړي دا څرګندونې نن سېشنبه د (وږي په ۲۹مه) په کابل کې له کسبګرو او دوکاندارانو څخه د ملاتړ په ...
Read More »امريکا غواړي د افغانستان نظامي چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ورکړي
پوليټيکو امريکايۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د جوبايډن اداره په پام کې لري څو د افغانستان د مخکيني پوځ شاوخوا ۴۶ نظامي چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ورکړي. پوليټيکو په دې راپور کې چې پرون دوشنبه د (وږي په ۲۸مه) يې خپور کړی ويلي، دا هغه چورلکې دي چې په ...
Read More »ګوټريش: طالبان دې ژر تر ژره د نجونو پرمخ ښوونځي پرانېزي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش يو وار بيا د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې له شپږم ټولګي د پورته زدهکوونکو نجونو پرمخ دې د ښوونځيو دروازې پرانېزي. نوموړي دا څرګندونې پرون دوشنبه ناوخته د (وږي په ۲۸مه) د ملګرو ملتونو له لوري د پوهنيز بدلون په سرمشريزه ...
Read More »بلېنکن: مارک فريرکس د امريکايي چارواکو د سختو هڅو په پايله کې ازاد شو
د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني لېنکن په افغانستان کې د بندي امريکايي وګړي مارک فريرکس له بند ازادېدل تائيد کړي او ويلي يې دي، چې نوموړي د امريکايي چارواکو د سختو هڅو په پايله کې راخوشی شو. نوموړي ويلي، چې د مارک د خوشي کولو هڅو څو مياشتو وخت ...
Read More »متقي: له زندان د بشير نورزي خلاصون د امريکا-افغانستان د اړيکو نوی باب دی
د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، د ګوانتانامو له زندان څخه د حاجي بشير نورزي ازادېدل د امريکا او افغانستان ترمنځ په اړيکو کې نوی فصل پرانيست. نوموړي د بشير نورزي د ازادۍ په تړاو جوړو شوو مراسمو کې ويلي، له زندان د حاجي بشير ازادېدل دا پيغام ...
Read More »د برېتانيې ملکې اليزابت دويمې د جنازې مراسم نن ترسره کېږي
ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (وږي په ۲۸مه) د برېتانيې د ملکې اليزابت دويمې د جنازې مراسم د يو لړ دولتي رسمي مراسمو په ترڅ کې ترسره شي. دغه مراسم چې پر ټلوېزونونو به هم ښودل کېږي، په ځايي وخت سهار مهال ۱۱بجې د لندن اړوند په ويسټ منسټر ...
Read More »رئيسي؛ د مهسا د مړينې په اړه د څېړنو ډاډ ورکړی
د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي پرون يکشنبه د (وږي په ۲۷مه) د شکنجې له امله د مړې شوې مهسا له کورنۍ سره غږېدلی او ډاډ ورکړی چې د يادې قضيې په اړه به بشپړې څېړنې ترسره شي. رئيسي ويلي، چې نوموړی د مهسا اميني له مړينې څخه په ازبکستان کې ...
Read More »له شلو کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د فليپين لوبډلې ته لوبه وبايلله
د اسيا له شلو کلونو کم عمره فوټبال جام سياليو لپاره د غوراوي په روانو سياليو کې، افغانستان خپل درېيمه لوبه فليپين لوبډلې ته وبايلله. دغه لوبه بېګاه يکشنبه د شپې د (وږي په ۲۷مه) ترسره شوه او افغان لوبډلې د يو او صفر په مقابل کې ياده لوبه فليپين ...
Read More »ملګري ملتونه: طالبان د خپلو اړوند کسانو د کړنو پر وړاندې مسوول دي
د ملګرو ملتونو ځينو چارواکو د افغانستان سرپرست حکومت د هغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی، چې په خواله رسنيو کې پنجشېر ته د منسوبو لاس په لاس کيدونکو ويډيوګانو د څېړلو په اړه يې کړې ده. د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ...
Read More »بهرنيو چارو وزارت: قزغيزستان او تاجکستان دې لانجه په خبرو غوڅه کړي
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت نن يکشنبه د (وږي په ۲۷مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د تاجکستان او قرغيزستان ترمنځ په پوله کې پر روانې جګړې اندېښنه ښودلې ده. د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، افغانستان د قرغيزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي ...
Read More »