Home » Author Archives: roydad (page 14)

Author Archives: roydad

بلېنکن: په افغانستان کې امن د امريکا او پاکستان ګډه موخه ده

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن د پاکستان له بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو سره له ليدنې وروسته ګډ خبري کنفرانس ته ويلي، چې امريکا او پاکستان په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت غوښتونکي دي. بلېنکن له بلاول سره ليدنه کې د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ ...

Read More »

اروپايي ټولنه: ايران کې د لاريونوالو پر وړاندې زور کارول د توجيې وړ نه دي

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر جوزيف بوريل په ايران کې د لاريون کوونکو پر وړاندې د زور زياتي په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د ايراني پوليسو له لوري د لاريون کوونکو پر وړاندې زور کارول د توجيې وړ عمل نه دی. جوزيف بوريل دا ...

Read More »

د کراچۍ له زندان څخه د علي وزير د خوشې کېدو حکم ورکړل شوی

په داسې حال کې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير د ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر دی؛ خو د سند محکمې د کراچۍ له زندان څخه د نوموړري د خوشي کېدو حکم ورکړی دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ د سند ايالتي مشر نورالله ترين په ...

Read More »

د پوځي چورلکې لوېدو له امله شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي

د پاکستان پوځ نن دوشنبه د (تلې په ۴مه) خبر ورکړی، چې يوې چورلکې يې په بلوچستان کې سقوط کړی او په کې سپاره ټول پوځيان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ياده چورلکه يې بېګاه شپه د بلوچستان په هرنايي ...

Read More »

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د افغانستان وضعيت په اړه ناسته کوي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (تلې په ۴مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړو هېوادونو استازي په افغانستان کې د روان سياسي، اقتصادي او بشري وضعيت په اړه بحث وکړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما په دې اړه ويلي، چې د يادې ناستې په ...

Read More »

متقي: حکومت له نړيوالو سره د رغنده تعامل پاليسي پرمخ وړي

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي پرون چهارشنبه د (وږي په ۳۰مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما له سرپرست او سياسي مرستيال مارکوس پوټزل سره ليدلي دي. دې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، متقي د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو ...

Read More »

حقاني: د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د هېواد او خلکو استازې ده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو پرون چهارشنبه د (وږي په ۳۰مه) د کورنيو چارو له سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني سره ليدلي دي. کورنيو چاو وزارت پرون ناوخت د يادې ليدنې په اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې ليدنې پرمهال کورنيو چارو وزير د ملي ...

Read More »

عمران خان: د ارزونو په اساس پاکستان د سريلانکا پر برخليک اخته کېدونکی دی

د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان يو وار بيا د پاکستان پر اوسني اېتلافي حکومت کلکې نيوکې کړي او ويلي يې، چې ملک يې له اقتصادي پلوه د تباهۍ خواته روان کړی دی. نوموړي پرون په لاهور کې د وکيلانو يوې غونډې ته ويلي، چې په پاکستان کې ورځ ...

Read More »

کابل کې د پرونۍ چاودنې له امله ۱۶تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کابل ښار درېيمې امنيتي حوزې اړوند دهمزنګ سيمه کې د پرونۍ چاودنې له امله ۱۶ عامو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چاودنه پرون چهارشنبه د (وږي په ۳۰مه) ماسپښين مهال شاوخوا دوې بجې د افغانستان برېښنا شرکت ته نږدې په يوه هوټل کې شوې. د برېښنا شرکت په ...

Read More »

يوناما: په افغانستان کې د رسنيو ازادۍ خونديتوب روښانه چوکاټ ته اړتيا لري

په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما يو وار بيا په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ پر خونديتوب ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې سرپرست حکومت دې د رسنيو ازادۍ ته درناوی وکړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال ...

Read More »