Home » Author Archives: roydad (page 117)

Author Archives: roydad

ټرمپ په افغانستان کې د سرتېرو په ساتنه کې ناکام شو

د امریکا را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ مخکښ نوماند جو بایډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا په ټرمپ باندې توندې نیوکې کړې دي او نوموړی یې د افغانستان او نړۍ په هکله په ناسمه سیاست کاروۍ تورن کړی دی. د امریکا را روانو ولسمشریزو ټاکنو ته ...

Read More »

کابل کې د نننۍ چاودنې قربانیان د بشر حقونو کمېسیون کارکوونکي دي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په کابل کې د نن سهار چاودنې قربانیان د دوی کارکوونکي وو. دغه کمېسیون د نشراتو مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ وایي، دا یو ترهګریز برید و او دولت‌یې باید عاملین ژر تر ژره پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري. ښاغلی فرهنګ زياتوي: ...

Read More »

ارګ د طالبانو له خوا سولې ته هېڅ ښکاره ژمنه او هوډ نه ویني

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د طالبانو له خوا سولې ته هېڅ ښکاره ژمنه او هوډ نه ویني. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، دوی د تاوتریخوالي د کمښت او سولې ته د رسېدو لپاره نږدې څلور زره طالب زندانیان ازاد کړي، خو وایي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت ژمنه ...

Read More »

طالبان: بدخشان کې ۳۴ پوځيان او پوليس خوشې شول

طالبان وایي، نن‌یې بدخشان کې له خپل حبس نه ۳۴ پوځیان او پولیس خوشې کړل. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دغو کسانو سره‌یې یوه اندازه مرسته کړې او خپلو کورنیو ته استول شوي دي. طالبانو تر اوسه له دوی سره د زرو زندانیانو ...

Read More »

افغان ولسمشر: ډاکترانو او نرسانو ته دې په بېړه تنخواه ورکړل شي

د افغانستان ولسمشر پرون (د جون په ۲۷) امر کړی چې هغو نرسانو او ډاکترانو ته چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره کار کوي، باید په بېړني ډول تنخواه ورکړل شي. د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماسپښين د عامې روغتیا وزارت له ...

Read More »

جوزجان کې ماین چاودنې ۱۴ کلن هلک وژلی

د جوزجان په منګجیک ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو ۱۴ کلن هلک وژل شوی دی. په همدې ولسوالۍ کې په بله چاودنه کې یو د پاخه عمر سړی او یو شپږ کلن ماشوم زخمیان شوي دي. چاودنې د جوزجان په منګجیک ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه ...

Read More »

خلیل‌زاد: د بشر حقونو کمېسیون د ۲ کارکوونکو وژنه ناانساني عمل دی

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دوو کارکوونکو وژنه، غیر بشري عمل وباله. زلمي خلیل‌زاد نن سهار وختي په خپل ټویټر کې پر فاطمې خلیل او جاوېد فولاد حمله ترورېستي بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده. د بشري حقونو ...

Read More »

اروپايي اتحادیه: افغان حکومت دې د کوچنیانو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي

اروپايي اتحادیې د افغانستان پر حکومت غږ وکړ چې د کوچنیانو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي. د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشر دفتر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په اړه په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت او مدني ټولنه ...

Read More »