رويداد خبري اژانس ته د افغانستان په کرکټ بورډ کې يوې معتبرې سرچينې تائيد کړه چې د کرکټ له ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره د نړيوال جام سياليو پرمهال مل د اداري کارکوونکو له ډلې ۳ هغه يې له لوبډلې بېل شوي دي. سرچينه زياتوي چې يادو بېلو شوو ...
Read More »مسکو کې د اوکراين په اړه د مکرون او پوتين لېدنې ته د لوېديځ تمه!
ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون نن دوشنبه د (سلواغې په ۱۸مه) د يوه پلاوي په مشرۍ مسکو ته لاړ شي او دغلته به له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره د اوکراين مسئلې په اړه خبرې وکړي. د مهالوېش له مخې، مکرون او پوتين به نن ماښام ...
Read More »جرمني: د بېدرکه شوو افغان ښځينه فعلانو په اړه وضاحت ورکول اړين دی
جرمني چاروکو په افغانستان کې دننه او بهر د افغان فعالانو د وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، هېواد يې د افغان فعالانو او په ځانګړې توګه د ښځينه فعالانو په اړه چې د بيان ازادۍ له حق استفاده کوي، اندېښمن دی. د افغانستان لپاره د جرمني ...
Read More »راتلونکې مياشت د افغانستان په اړه د چين په کوربهتوب ګاونډي هېوادونه غونډه کوي
ټاکل شوې چې په راتلونکي مارچ کې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغانستان اړوند مسايلو په اړه په بيجينګ کې د چين په کوربهتوب سره جرګه شي. دغه اعلان د پاکستان بهرنيو چارو وزير چين ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ کړی دی. نوموړي ويلي، له چين سره هوکړه ...
Read More »د پاکستان پوځ: وسلهوالو د افغانستان له خاورې په ګټنې کورمه کې پر پوځي پوسته بريد کړی
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د کورمې ايجنسۍ په قمرمېله سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پو يوه پوسته د بريد پرمهال، وسلهوال د افغانستان له خاورې ور اوښتي وو. د پاکستان پوځ پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د جګړې پرمهال د ډيورنډ له کرښې پورې د ...
Read More »ملګري ملتونه: د اساما بن لادن زوی په افغانستان کې له ط.البانو سره لېدلي
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه تازه راپور کې ادعا کړې چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اساما بن لادن زوی عبدالله په افغانستان کې له طالب مشرانو سره لېده کاته کړي دي. د امنيت شورا د بنديزونو د څار کميټې په دې راپور کې ويل شوي، عبدالله ...
Read More »کرمه کې پر پوستې د بريد پرمهال ۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي
د ديورنډ کرښې پر غاړه پرته کرمه ايجنسۍ کې د پاکستان د پوځ پر يوه پوسته د وسلهوال بريد پرمهال، ګڼو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي سرچينو ويلي چې بريد د کرمې ايجنسۍ اړوند په قمرمېله سيمه کې د پوځ پر پوستې شوی دی. سرچينې رسنيو ته ...
Read More »حنفي: په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته شوي
د رئيسالوزرا دويم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د امنيت ټينګښت لومړنی او اساسي شرط دی چې د نوموړي په دا مهال په افغانستان سرتاسري امنيت ټينګ دی. نوموړي چې نن يکشنبه د (سلواغې په ۱۷مه) يې د اقتصادي کمېسيون په لومړنۍ غونډه کې ...
Read More »برادر: ټول وزارتونه دې د اقتصادي ودې لپاره طرحې او پلانونه شريک کړي
د رئيسالوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، اسلامي امارت ژمن او مسوول دی چې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له لارې په هېواد کې د لوږې ختمولو په موخه اقتصادي پياوړتيا ته کار وکړي. نوموړي چې نن يې د اقتصادي کمېسيون په لومړنۍ غونډه کې يې خبرې کولې ...
Read More »پاکستان کې پر نظامي مرکزونو د احتمالي بريدونو خبرداری ورکړل شوی
د پاکستان کورنيو چارو وزارت د پښتونخوا په شمول د دغه هېواد په ټولو ايالتونو کې مسوولانو ته د پوځ او امنيتي ځواکونو پر مرکزونو د احتمالي وسلهوالو بريدونو او چاودنو په اړه خبرداری ورکړی دی. دې وزارت ويلي چې په ټولو ايالتونو کې يې په لېکلې بڼه مسوولانو ته ...
Read More »