Home » Author Archives: roydad (page 111)

Author Archives: roydad

ټرمپ: د اوکراين وضعيت له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو پر وتلو پورې تړلی

د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو وار بيا د دغه هېواد اوسني ولسمشر جوبايډ پر کړنلاره نيوکې کړي او ويلي يې دي، له افغانستان څخه د امريکا ځواکونو په بېړه ايستلو سره، بايډن روسيې ته دا جرئت ورکړ چې پر اوکراين د بريد کولو هوډ پيدا کړي. ټرمپ له ...

Read More »

برېتانيا په افغانستان کې د خپلو څو تنو وګړو نيول کېدل تائيد کړل

وروسته له هغې په افغانستان کې د ځينو برېتانوي وګړو د نيول کېدو راپورونه خپاره شول، ترې څو ورځې وروسته پرون شنبه د (سلواغې په ۲۳مه) برېتانيا هم تائيد کړه چې څو تنه وګړي يې په افغانستان کې د طالبانو له لوري نيول شوي دي. فرانس پرېس ته د برېتانيا ...

Read More »

کرزی: بايډن دې د افغانستان پيسو په اړه پر کړې پرېکړه له سره غور وکړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا د ولسمشر جوبايډن هغه پرېکړه چې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ په اړه يې کړې، ناعادلانه وبلله او زياته يې کړه چې نوموړی دې پر خپله دې پرېکړه له سره غور کولو سره، د افغانستان شتمني بېرته افغانانو ته وسپاري. نوموړي نن په کابل ...

Read More »

بايډن له پوتين سره د اوکراين په اړه ټليفوني خبرې کړي

په داسې حال کې چې د روسيې او اوکراين ترمنځ پر پوله د نازک وضعيت راپورونه ورکول کېږي، ورسره سم د امريکا ولسمشر جوبايډن خپل روسي سيال ولاديمير پوتين ته د اوکراين پر موضوع د خبرو لپاره ټليفون کړی. سپينې مانې په دې اړه خپره کړې اعلاميې کې ويلي، چې ...

Read More »

روسيه: په افغانستان کې د امريکا او ناټو پاتې شوې وسله سيمي ته ګواښ دی

د روسيې دفاع وزير سرګي شويګو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته، له يادو ځواکونو پاتې شوو وسلو او مهماتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي دا اندېښنه د تېرې جمعې په ورځ د برېتانيا له دفاع وزير ...

Read More »

“د پاکستان استخباراتي شبکې مشر په ترکيه کې د مقاومت له مشرانو سره ليدلي”

انډيپېنډينټ ورځپاڼې د يوې باوري سرچينې په حواله راپور ورکړی، چې د پاکستان د استخباراتي شبکې ISI مشر جنرال نديم انجم په ترکيه کې د مقاومت له مشرانو سره ليدلي دي. سرچينې زياته کړې، چې دغه ليدنه د تېرې جمعې په ورځ د (سلواغې په ۲۲مه) په انقرې کې ترسره ...

Read More »

سلام رحيمي: حکومت دې د ننګونو پر وړاندې حوصله او زغم ولري

د سولې په چارو کې د دولت پخوانی وزير عبدالسلام رحيمي چې تازه هېواد ته راستون شوی وايي، حکومتي چارواکي دې د موجوده ننګونو پر وړاندې له حوصلې او زغم کار واخلي. نوموړي په بهرنيو چارو وزارت کې چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي له لوري ورته د ...

Read More »

د انجنير محمد خان زوی او ساتونکی د تېرې شپې په ډزو کې وژل شوي

بېګاه شپه کابل کې د (سلواغې په ۲۲مه) د پخواني اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان کور کې ډزې شوي او ګمان کېده چې د نوموړي پر کور وسله‌وال بريد شوی. خو د کابل امنيه قومنداني وايي، د نوموړي پر کور کوم چا وسله‌وال بريد نه دی کړی او ...

Read More »

هند او د خوړو نړيوال سازمان اړمنو افغانانو ته د غنمو پر وېش هوکړه وکړه

په اېټاليې د هند سفارت اعلان کړی چې د خوړو له نړيوال سازمان سره يې په افغانستان کې پر اړمنو خلکو د غنمو د وېش په موخه هوکړه لاسليک کړې ده. دې سفارت د يوې د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د يادې هوکړې له مخې به د خوړو نړيوال ...

Read More »

کرکټ ملي لوبډله له بنګلدېش لوبډلې سره د سياليو په موخه ياد هېواد ته روانه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د کرکټ ملي لوبډله نن شنبه د (سلواغې په ۲۳مه) د بنګلدېش له لوبډلې سره د سياليو ترسره کولو په موخه دې هېواد ته روان شوه. د کرکټ بورډ د مسوولانو په خبره، ملي لوبډلې له بنګلدېش لوبډلې سره د لوبو کولو په ...

Read More »