د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري وايي، که څه هم ګوند يې په سند کې د ايالتي حکومت مشري کوي؛ خو بيا هم دا واک نه لري چې علي وزير دې له زندان خوشی کړي. نوموړي دا څرګندونې پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲مه) يوه خبري ...
Read More »د افغانستان او بنګلدېش کرکټ لوبډلې سبا لوبه کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا چهارشنبه د (کب په ۴مه) د بنګلدېش کرکټ لوبډلې پر وړاندې د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبلړيو لومړۍ لوبه د ترسره کړي. افغانستان او بنګلدېش د کرکټ يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو دوې لوبلړۍ لري، چې په يادو لړيو ...
Read More »پښتونخوا کې پر پاکستاني پوليسو چاودنه شوې
د خيبر پښتونخوا ځايي چارواکي وايي، چې په دېره اسماعېل خان کې د پوليسو پر يوه موټر بمي چاودنه شوې او په ترڅ کې يې يو شمېر پوليسو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. که څه هم د پښتونخوا چارواکو پوليسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېرې نه دي ...
Read More »بښنې نړيوال سازمان: د افغانستان شتمنۍ په اړه د جوبايډن پرېکړه غير معقوله ده
د بښنې نړيوال سازمان د امريکا ولسمشر جوبايډ پر هغه پرېکړه غبرګون ښودلی، چې پر بنسټ ښايي د محکمې له پرېکړې وروسته د افغانستان کنګل کړو پيسو ۳.۵ مېليارد ډالر د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانيانو ته د غرامت په توګه ورکړل شي. نوموړي سازمان د دوشنبې په ورځ د (ګب ...
Read More »حکيمي: د پياوړې اردو جوړولو ډېر کارونه مخته تللي
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، په افغانستان کې د يوې پياوړې اردو د رامنځته کولو په موخه کارونه لا هم دوام لري او زياتوي چې په يادو کارونو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د اسلامي امارت د ليکو د چاڼ رئيس او د ملي دفاع وزارت سر ...
Read More »پوتين له اوکراين د بېلو شوو سيمو خپلواکي په رسميت وپېژنده
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه تازه اقدام کې د اوکراين هغو سيمو خپلواکي په رسميت پېژندلې، چې د روسيې ملاتړو بېلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې دي. پوتين پرون دوشنبه ناوخته د (کب په ۲مه) د خپل هېواد ملي امنيت چارواکو ته په يوه وينا کې ويلي، اوکراين د ...
Read More »اوکراين کې خلک د روسيې خلاف د ملي يووالي ورځ نمانځي
په اوکراين کې خلک د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمير زيلينسکي له پرېکړې سره سم واټونو ته را وتلي او نن چهارشنبه د ملي يووالي د ورځې په توګه نمانځي. وروسته له هغې چې امريکايي چارواکو پر اوکراين د روسيې احتمالي بريد خبر ورکړ او زياته يې کړه چې روسيې ...
Read More »هند: له نړيوالو ترهګرو سره د طالبانو د اړيکو دوام اندېښمنوونکی دی
په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازی او له ترهګرۍ سره د دغه سازمان د مبارزې کميټې دورهيي مشر (ټي اس تيرامورتي) ادعا کړې چې له نړېوالو ترهګرو سره د طالبانو اړيکې اوس هم نه دي پرې شوي. نوموړي پرون سېشنبه د (سلواغې په ۲۶مه) له ترهګرۍ سره د ...
Read More »پر کونړ د پاکستان راکيټي بريدونو له امله ځايي اوسېدونکو کورونه پرېښي
له کونړ څخه ځايي سرچيني وايي چې پاکستاني ځواکونو يو وار بيا د ډيورنډ کرښې پر دې غاړه د راکيټونو ويشتل پيل کړي دي. د سرچينو په خبره د پاکستاني ځواکونو دغه بريد پرون سېشنبه د (سلواغې په ۲۶مه) پيل شوی دی. ځايي اوسېدونکو هم د پاکستان له لوري راکېټي ...
Read More »کابل کې دوه تنه انسان تښتوونکي نيول شوي
د کابل امنيه قومندانۍ خبر ورکړی چې په پلڅرخي سيمه کې يې دوه تنه انسان تښوونکي نيولي او يو ماشوم يې هم د دوی له منګولو ژغورلی دی. امنيې قومندانۍ رويداد ته په لېږلې خبرپانه کې زياته کړې، ياد دوه انسان تښوونکي حميد او توحيد نومېږي چې يو ماشوم يې ...
Read More »