Home » Author Archives: roydad (page 106)

Author Archives: roydad

حکومت: اوکراين کې د افغان وګړو په اړه اندېښنې شته او د ايستلو هڅې يې کېږي

د بهرنيو چارو وزارت چارواکو پر اوکراين د روسيې له لوري د بريد په ترڅ کې دغلته د ميشت افغان وګړو د سر خونديتوب په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې له نوموړي هېواد څخه د افغان وګړو د ايستلو هڅه کوي. د بهرنيو چارو وزارت وياند ...

Read More »

د افغانستان د موسيقۍ نوم‌وتی ستوری استاذ ګل زمان وفات شو

د افغانستان د موسيقي نوم‌وتی ستوری استاذ ګل زمان چې له مودې راهيسې د ناروغۍ پر بستر پروت و، نن شنبه سهار وختي د (کب په ۷مه) له دې نړۍ سترګې پټې کړې. استاذ ګل زمان د عمر ډېره برخه د افغانستان موسيقۍ ته په خدمت کولو تېره کړه او ...

Read More »

امريکا او اروپا پر پوتين او لاوروف بنديزونه وضعه کوي

په داسې حال کې چې پر اوکراين د روسيې د بريدو نن درېيمه ورځ ده؛ ورسره سم امريکا اعلان کړی چې د روسيې پر ولسمشر ولاديمير پوتين او د دغه هېواد پر بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف به بنديزونه ولګوي. د سپينې ماڼۍ وياندې جن ساکي پرون جمعه د (کب ...

Read More »

امريکا د افغانستان له ځينو مالي برخو بنديزونه لغوه کړل

د امريکا بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد ماليې وزارت د افغانستان پر ځينو مالي برخو خپل بنديزونه لغوه کړي دي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، ماليې وزارت يې د تازه اقدام له مخې په افغانستان کې د اقتصادي ...

Read More »

کندز کې د ګوزڼ ضد واکسين پر کارکوونکو بريد کې ۳تنه وژل شوي

د کندز ځايي اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په امام صېب ولسوالۍ کې نن پنج‌شنبه د (کب په ۵مه) د ګوزڼ ضد واکسين پر کارکوونکو د نامالومو وسله‌والو له لوري بريد شوی دی. د دوی په خبره، ياد بريد نن غرمه مهال د امام صېب ولسوالۍ اړوند په ابراهيم‌خېل ...

Read More »

سهېل شاهين په قطر کې د ط.البانو سياسي دفتر مشر ټاکل شوی

يو شمېر رسنيو د ځينو حکومتي سرچينو په حواله خبر ورکړی چې د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي غړی سهېل شاهين په قطر کې د ط.البانو سياسي دفتر مشر په توګه ټاکل شوی دی. په راپورونو کې ويل شوي چې په خپله سهېل شاهين هم د نوموړي ګمارنه تائيد کړې ...

Read More »

پوټين خپلو پوځيانو ته پر اوکراين د عملياتو پيلولو امر وکړ

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه تازه اقدام کې خپلو پوځيانو ته امر وکړ چې د اوکراين په خاوره کې دننه عمليات پيل کړي. نوموړي دغه امر نن پنج‌‌شنبه سهار مهال د (کب په ۵مه) په يوه ټلوېزيوني پيغام کې کړی او سپارښتنه يې کړې چې د اوکراين په ...

Read More »

زلينسکي: د اوکراين امنيت لپاره له روسيې سره خبرو ته چمتوو يوو

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو او لوېديځو هېوادونو پر اوکراين د روسيې د بريد احتمال زياتېدو په اړه تازه اندېښنې مطرح کړې، ورسره سم د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي له روسيې سره د خبرو لپاره د چمتووالي خبر ورکړی. نوموړي پرون ناوخت ويلي، د اوکراين امنيت د ګاونډيو ...

Read More »

بلېنکن: په امريکا کې د افغان کډوالو وروستۍ ډله هم ځای پر ځای شوه

رویداد خبري آژانس

په دې وروستيو کې امريکا ته تللو يو شمېر افغان کډوالو شکايت درلود چې لا هم د کډوالو په کمپونو کې دي او د امريکا حکومت له لوري ورته د ځای پر ځای کېدو اسانتياوې نه دي برابرې شوې؛ خو د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن تازه د يادو ...

Read More »

پاکستاني پوځيانو په بلوچستان کې عام وګړي پر ډزو وژلي

د بلوچستان ځايي اوسېدونکي وايي، د پاکستان ترهګرۍ ضد پوځيانو د يو لړ عملياتو پرمهال په ژوب کې پر عامو خلکو ډزې کړي دي. د دوی په خبره ياده پېښه پرون چهارشنبه ناوخته د (کب په ۴مه) د ژوب اړوند په شهابزي کلي کې رامنځته شوې او په ترڅ کې ...

Read More »