Home » Author Archives: roydad (page 104)

Author Archives: roydad

امريکا ځيني ايستلي افغانان بيرته افغانستان ته ستانه کړي

اکسيوس ورځپاڼې خبر ورکړی چې امريکا يو شمېر هغه افغانان وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي، چې د طالبانو له لوري په دې هېواد کې د واک له نيولو سره سم له افغانستان څخه ايستل شوي وو. د اکسيوس د راپور له مخې، له امريکا څخه ايستل (ډيپورټ) شوي ...

Read More »

د ملګرو ملتونه امنيت شورا سبا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي

په افغانستان کې د ملګرو سياسي استازولۍ يا يوناما خبر ورکړی، چې د دغه سازمان امنيت شورا په پام کې لري څو د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړي. يوناما په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ټاکل شوې دا ناسته سبا چهارشنبه د (کب په ۱۱مه) ...

Read More »

برادر: دوحې هوکړې په افغانستان کې د ويني تويېدو او ورانۍ مخه ونيوه

د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال عبدالغني برادر وايي، په دوحې کې د امريکا او اسلامي امارت ترمنځ د شوې هوکړې تاثيرات په افغانستان کې په ډېر ښه ډول را برسيره شوي او ښې پايلې يې لرلې. نوموړي چې نن سې‌شنبه د (کب په ۱۰مه) يې کابل کې د دوحې هوکړې د ...

Read More »

امريکايي وګړو ته له روسيې څخه د سم‌لاسي وتلو سپارښتنه شوې

د مسکو کې د امريکا سفارت پرون يک‌شنبه د (کب په ۸مه)  ټولو امريکايي وګړو ته سپارښته کړې، چې په سم‌لاسي توګه له روسيې څخه پر وتلو غور وکړي. دې سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي، امريکايي وګړي دې په سوداګريزو پروازونو کې ځانونه له روسيې وباسي او د دولت ...

Read More »

چارواکي: هره ورځ نږدې ۳زره افغانان ايران د اقتصادي ستونزو له امله ايران ته ځي

د دوی په خبره، ياد کسان په افغانستان کې د سياسي بې‌ثباتۍ او اقتصادي ستونزو له امله ايران ته روان دي او زياتوي چې ايران ته د تلونکو افغانانو له ډلې ۲نيم زره هغه يې قانوني اسناد لري. د سلام‌قلعې بندر د کميسارۍ مرستيال همايون همت له رسنيو سره په ...

Read More »

امريکا او لوېديځ هېوادونو هستوي ځواک ته د پوتين د تيارسئ امر وغنده

په داسې حال کې چې پر اوکراين د روسيې له بريد شپږ ورځې تېرېږي او په ترڅ کې يې سلګونه عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په يوه تازه اقدام کې خپل هستوي ځواک ته د تيارسئ امر کړی. نوموړي پرون يک‌شنبه ناوخته د (کب ...

Read More »

افغانستان او بنګلدېش کرکټ لوبډلې نن درېيمه يو ورځنۍ سيالي کوي

ټاکل شوې نن دوشنبه د (کب په ۹مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د خپله درېيمه يو روځنۍ سيالي هم د بنګلدېش لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ پرون يک‌شنبه خبر ورکړی چې ملي لوبډلې د درېيمې يو ورځنۍ سيالۍ د ترسره کولو لپاره چمتووالی پيل کړی. ...

Read More »

مجاهد: په کابل او ځينو ولايتونو کې د عملياتو موخه د امنيت ډاډمن‌ول دي

په داسې حال کې له درېيو ورځو را په دېخوا په کابل، پروان او کاپيسا کې د کور په کور تلاشۍ چاڼيز عمليات دوام لري، د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي چې دغه عمليات د عامه نظم او د امنيت ډاډمنولو په موخه دي. نوموړي چې نن يک‌شنبه د ...

Read More »

پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويانو لاريونونه پيل کړي

د خيبر پښتونخوا او قبايلو په بېلابېلو سيمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويان د لاريونونو په موخه واټونو ته را وتلي او د علي وزير د خلاصون په موخه د کراچۍ له پرلت څخه خپل ملاتړ څرګندوي. لاريونوال ټينګار کوي چې د سند ايالتي حکومت دې پر علي ...

Read More »

د سپين بولدک-چمن لار بېرته پرانيستل شوه

نن يک‌شنبه د (کب ۸مه) د سپين بولدک-چمن لار د مسافرو د تګ راتګ او د سوداګرۍ پر مخ بېرته پرانيستل شوه. د کندهار د والي وياند له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، د يادې لارې د خلاصون په موخه له بلوچستان څخه يو پلاوی کندهار ورغلی و او ...

Read More »