Home » Author Archives: roydad (page 102)

Author Archives: roydad

د قطر بهرنيو چارو وزير له ګوټريش سره د افغانستان بشري وضعيت په اړه غږېدلی

د خپرو شوو راپورونو له مخې د قطر بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوټريش سره د افغانستان موجوده بشري وضعيت په اړه خبرې کړي دي. په دې ټليفوني خبرو کې دواړو لوريو د افغانستان بشري او اقتصادي وضعيت په اړه نظرونه سره تبادله ...

Read More »

نايجيريا له افغانستان سره ۱ ميليون ډالر مرسته اعلان کړې

له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې نايجيريا هم د يو ميليون ډالري مرستې اعلان کړی. دغه مالي مرسته د اسلامي همکاريو سازمان له لوري په اسلامي پراختيايي بانک کې د افغانستان لپاره جوړو شوي صندوق ته سپارل شوې. د اسلامي همکاريو سازمان پرون جمعه د (کب په ...

Read More »

پېښور کې پر يوه جومات د چاودنې له امله د وژل شوو شمېر ۵۶ تنو ته پورته شو

په پېښور کې ځايي چارواکي وايي، چې پرون جمعه د (کب په ۱۳مه) د جمعې لمانځه پرمهال پر خلکو د چاودنې په پېښه کې، د وژل شوو کسانو شمېر ۵۶ تنو ته پورته شوی. دوی زياته کړې، چې ياده چاودنه د قصه خوانۍ په بازار کې د اهل تشیع پر ...

Read More »

ايران: د کنګل شوې شتمنۍ ازادول د افغانستان اقتصاد لپاره حياتي دي

په ملګرو ملتونو کې د ايران استازولۍ مرستيالې زهرا ارشادي پرون چهارشنبه د (کب په ۱۱مه) د افغانستان په اړه د دغه سازمان امنيت شورا په غونډه کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو ټينګار کړی دی. نوموړې ويلي چې دامهال افغانان له اقتصادي پلوه په ناوړه وضعيت کې ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانستان له اقتصادي پلوه د بحران اوج ته نږدې شوی

د ملګرو امنيت شورا پرون چهارشنبه د (کب په ۱۱مه) د ځانګړې غونډې پرمهال په افغانستان کې د اقتصادي بحران زياتېدو له امله اندېښنه وښوده او زياته يې کړه چې دغه هېواد د اقتصادي بحران اوج ته نږدې شوی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانکړې استازې ...

Read More »

کووټې کې چاودنې د پوليسو قومندان په ګډونه ۳ تنه وژلي او ۲۵ نور يې ټپيان کړي

د بلوچستان په مرکز کووټې ښار کې پرون چهارشنبه ماښام مهال د (کب په ۱۱مه) چاودنه شوې، چې ۲۸ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو ويلي چې ياده چاودنه پرون ماښام ۷ بجې شوې او د پوليسو يوه ځايي قومندان په ګډون په کې ۳ پوليس ...

Read More »

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د روسيې خلاف پرېکړه‌ليک تصويب کړ

د ملګرو ملتونو عمومي اسملۍ پرون چهارشنبه ناوخته د (کب په ۱۱مه) هغه پرېکړه‌ليک تصويب کړ چې پر بنسټ يې پر اوکراين د روسيې بريدن غندنه شوې او ژر له اوکراين څخه د روسي ځواکونو د ايستلو غوښتنه په کې شوې ده. د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ۱۹۳ ...

Read More »

افغانستان او بنګلدېش کرکټ لوبدلې نن شل اووريزه لوبه کوي

ټاکل شوې نن پنج‌شنبه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د بنګلدېش لوبډلې پر وړاندې د شل‌اووريزو لوب‌لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، د شل اووريزو لوبو لپاره ملي لوبډلې پوره چمتووالی نيولی او ډاډ څرګندوي چې افغان لوبډله به په دې لوبو کې ښه وځلېږي. ...

Read More »

محکمې له لوري قاضي طاهر ته د عمر قيد سزا له غبرګونونو سره مخ ده

په کراچې کې ايالتي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ملا قاضي طاهر ته د عمر قيد سزا اورولې ده. پر نوموړي د پاکستان حکومت له لوري تور پورې دی چې د دولت خلاف يې په يوه اعتراض کې برخه لرله. دې پرېکړې د قبايلو په شمول په پښتونخوا، ...

Read More »

چين؛ پر روسيې د امريکا او لويدېځ هېوادونو اقتصادي بنديزونه وغندل

چين اعلان وکړ چې پر روسيې د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي هېوادونو له لوري د بنديزونو له لړۍ سره نه يو ځای کېږي او ياد بنديزونه يې غندلي دي. د چين د بيمې او بانکي مقرراتو د تنظيم کمېسيون رئيس ګويو شوکينګ وايي، بيجينګ نه يوازې دا چې د ...

Read More »