Home » Author Archives: roydad (page 100)

Author Archives: roydad

ملګري ملتونه: افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ۴سوه ملکيان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنري وايي، د ۲۰۲۱ زېږديز کال په اګسټ کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره بيا هم په افغانستان کې ملکي وګړي له بريدونو خوندي نه دي پاتې شوي او له دې مودې راهيسې سلګونه ملکي افغانان وژل شوي او ټپيان شوي ...

Read More »

“نېمروز کې د افغان او ايراني پوله ساتو ترمنځ جګړه شوې”

په نېمروز کې ځايي حکومتي سرچينو خبر ورکړی چې پرون مازدېګر د (کب په ۱۶مه) د افغان او ايراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وسله‌واله جګړه شوې ده. دې سرچينو د موضوع حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شر ازادي راډيو ته تائيد کړې، چې په ياده نښته کې ...

Read More »

امريکا: افغان ميرمنې بايد د ټولنې په ټولو چارو کې شاملې شي

امريکايي چارواکو يو وار بيا له افغان ميرمنو څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړی او ويلي يې دي په افغانستان کې ښخې بايد په محدوديتونو کې ونه ساتل شي. د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافېر يان مک کيري تازه نن سې‌شنبه د (کب به ۱۷مه) د مارچ اتمې په ...

Read More »

لسګونه زره ښځينه فعلانو په افغانستان کې د ښځو حقونو د خونديتو غوښتنليک لاسليک کړی

د بښنې نړيوال سازمان خبر ورکړی، د مارچ اتمې نېټې چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، په مناسبت لسګونه زره ښځينه فعالانو په افغانستان کې د ښځو حقونو د خونديتوب غوښتنليک لاسليک کړی دی. د دغه سازمان په خبره، د غوښتنليک لاسليک کوونکو چې شمېر يې تر ...

Read More »

پر اوکراين د روسيې له بريد راهيسې اورپا کې د نفتو بيې خورا لوړې شوي

وروسته له هغې چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين خپلو ځواکونو ته پر اوکراين د عملياتو امر وکړ، ورسره سم د امريکا په شمول لوېديځو هېوادونو پر روسيې بېلابېل اقتصادي بنديزونه ولګول. په دې بنديزو کې له روسيې څخه د نفتو، په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو پر واردولو ...

Read More »

د ښځو نړيواله ورځ؛ افغان ميرمنې په کوم وضعيت کې دي؟

نن سې‌شنبه د مارچ اتمه د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو ستونزو د تشخيص او ورته د رسېدونې په موخه د يو لړ مراسم په ترڅ کې نمانځل کېږي. دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال ده چې اسلامي امارت ...

Read More »

اروپايي ټولنه: د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازو پرانيستل مثبت ګام دی

اروپايي ټولنې د حکومت له لوري د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازو پرانيستو او دغه راز د ښوونځيو پرانيستې په اړه د حکومتي چارواکو ژمنه مثبت او ښه اقدام بللی. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکولسن وايي، د اسلامي امارت چارواکو له لوري د نجونو ...

Read More »

حکومت په افغانستان کې د مرګ ژوبلې په اړه د اقتصاد او سولې انسټېټيوټ راپو رد کړ

د اقتصاد او سولې اسنټېټوټ په خپل تازه راپور کې چې ترهګرۍ شاخصونو له امله د ځپل شوو هېوادونو په اړه يې خپور کړی، افغانستان هم ترهګرۍ ځپلی هېواد ياد کړی دی. په دې راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې افغانستان ۸۳۷ ترهګريزو پېښو شاهد چې ...

Read More »

متقي: د اسلامي همکاريو سازمان دې د افغانستان شمتنۍ په ازادولو کې همکاري وکړي

وروسته له هغې چې د اسلامي همکاريو سازمان په افغانستان کې خپل دفتر بيا ځلي فعال او پرانيست، ورسره سم پرون ماښام د (کب په ۱۵مه) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د دغه سازمان له مرستیال طارق علي بخيت چې د افغانستان لپاره د نوموړي سازمان ځانګړی استازی ...

Read More »

پښتين: د علي وزير خلاصون او ځيني غوښتنې يې په شفاهي ډول منل شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور احمد پښتين وايي، په کراچۍ کې د علي وزير د خلاصون په موخه يې پرلت دوام لري او زياتوي چې د ياد پرلت د دوام په ترڅ کې يې د سيند له ايالتي حکومت سره څو ځله خبرې شوي دي. نوموړي ويلي، په وروستي ځل ...

Read More »