د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست وايي، د پاسپورت د وېش په بهیر کې د کربلا زیارت کوونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي. دغې ادارې پر خپلې اېکس شبکې د یوې ویډیو په خپرولو سره، ادعا کړې چې دا بهیر دوام لري او هره ورځ لسګونه زیارت کوونکو ته پاسپورټونه ...
Read More »امریکا او بریتانیا له خپلو وګړو غوښتي، څو د پاکستان ګلګیټ او بالتستان ته سفر و نه کړي
بریتانیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان تر واکمنۍ لاندې ګلګت او بالتستان ته له تګ ډډه وکړي. د امریکا متحدو ایالتونو هم خپلو وګړو ته ویلي، چې د پاکستان شمالي سیمو ته د سفر پر مهال “خورا محتاط” اوسي. د ګلګت بلتستان ځينو ښارونو کې له څه ...
Read More »اوکرایین: اودیسا کې مو د روسیې ۲۲ ډرونونه نسکور کړي
اوکراییني چارواکیو ویلي چې تورې بحیرې ته نږدې پر اودیسا سیمې یې د روسیې لخوا د ډرونونو یو نسبتآ پراخ برید ناکام کړی دی. د اوکرایین هوايي ځواکونو ویلي، چې دغلته یې ۲۲ چاودېدونکي ډرونونه راغورځولې دي. د دوی اړوند د ټېلېګرام په یوه کانال کې لیکل شوي، چې په ...
Read More »د کرېکټ ۲۰۲۳ اسیايي کپ؛ افغان اتلان د بنګله دېش سره نن لوبه کوي
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن (یکشنبه د سپتمبر ۳مه) د کرېکټ اسیايي کپ په سیالیو کې له بنګله دېش سره لوبه لري. دا په دغو سیالو کې د افغانستان لومړنۍ او د بنګله دېش دویمه لوبه ده. بنګله دېش خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته بایللې وه. د افغانستان او ...
Read More »د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د یرغل په جرم دوه کسان په اوږده بند محکوم شول
په واشنګټن کې یوه فدرالي قاضي د ښي اړخې پراوډ بوایز ډلې دوه پخواني مشران د کانګرس پر ودانۍ د یرغل په جرم په اوږده بند محکوم کړل. جوزف بیګس او زاخاري ریل پرون د اګست په ۳۱مه په ترتیب سره په ۱۷ او ۱۵ کلونو بند محکوم شول. بیګس ...
Read More »په اسیا کپ کې د سریلانکا کمزورې لوبډلې ځواکمن پیل
د اسیا کپ دویمه سیالۍ، چې د سریلانکا په پالي کیلي کې پرون د سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ ترسره شوه، سریلانکا لوبه وګټله. د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی یې توپ وهنه پیل کړه. بنګله دېش لوبډله په ۴۳ اورونو کې وسوځیده او یوازې ۱۶۴ منډې یې ...
Read More »بدخشان کې د ترافیکي پیښې له کبله د یوې کورنۍ۷ غړي مړه شوي
د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې تیره ورځ له غرمې وروسته د دې ولایت د ياوان ولسوالۍ د شينګان په کلي کې یو هیلو کس ډوله موټر له سړک څخه پریوتی، چې له کبله یې د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي دي. د سرچینې په خبره، چې د ...
Read More »روسیه او ایران بېرته د نوبل جائزې مراسمو ته بلل شوي دي
د نوبل جائزې اداره وايي، روسیه او بېلاروس یې یو ځل بیا د دې جائزې مراسمو ته بللي دي. پروسږ کال د اوکرایین جګړې له کبله دغه دواړه هېوادونه له مراسمو بهر ساتل شوي وو. ایران ته هم د سویډن پلازمېنه کې د سږ کال مراسمو کې د ګډون بلنه ...
Read More »د پاکستاني پوځ پر کاروان ځانمرګي بريد کې نهه پوځيان وژل شوي
د خيبر پښتونخوا د بنو په جاني خېل سيمه کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو د موټر پر کاروان بريد شوی چې په ترڅ کې یې نهه پوځيان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ISPR) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځانمرګی بريدګر پر موټرسايکل ...
Read More »ماسک: ایکس ټولنییزه شبکه کې به ویډیويي او غږیزې اړیکې زیاتې شي
د پخواني ټوییټر او اوسني ایکس ټولنییزې شبکې څښتن ایلان ماسک اعلان کړی، چې ډیر ژر به ویډیويي او غږیزې اړیکې په دې شبکه کې زیاتې کړي. نوموړي نن په خپل ایکس اکونټ کې لیکلي، چې د ویډیويي او غږیزو اړیکو ترسره کولو لپاره پر سافټ ویر باندې یې کار ...
Read More »