Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد (page 75)

Author Archives: خبري آژانس رویداد

منظور پشتین: پاکستان باید د هدفي وژنو مخنیوی وکړي

تیره ورځ په میرانشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لویه غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د هدفي وژنو مخنیوی دې وکړي. منظور پشتین زیاته کړه د پاکستان حکومت دې په دغه تړاو اغیزمن ...

Read More »

کریستوفر میلر: له القاعده سره جګړه پای ته نه ده رسیدلې

د امریکا متحده ایالاتونو د دفاع وزارت سرپرست کریستوفر میلر وايي چې له القاعده سره جګړه لا ختمه شوې نه ده. د امریکا د دفاع وزارت سرپرست دغه خبره د امریکا وسلوالو ځواکونو ته په خپل لومړی پیغام کې کړې ده. د امریکا دفاع وزارت سرپرست میلر وویل چې د ...

Read More »

سږ کال ۱۱۰ جریبه د لیمو او مالټې بڼونه جوړ شوي

د افغانستان کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزات په یوه اعلامیه کې نن شنبه ( ۲۴ د لړم) وویل چې د وروستي یو کال په ترڅ کې په ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ په ولایتونو کې د لیمو او مالټې ۱۱۰ جریبه بڼونه جوړ کړي دي. یاد وزارت په اعلامیه کې ...

Read More »

جرمني کې پر جوماتونو د بریدونو په تور ۱۲ تنه نیول شوي

بهرني رسنۍ لیکلي چې د جرمني چارواکو په رسمي توګه خبر ورکړه چې ۱۲ تنه د جوماتونو باندې د بریدونو او د مسلمانانو د وژلو په تور نیولي. جرمني چارواکي وايي چې دغې ډلې د بریدونو پلانولو په وخت کې له یو بل سره لیدل. په دغه کسانو کې یو ...

Read More »

پکتیا کې یو ښوونځی د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شو

په پکتیا ولایت احمد آباد ولسوالۍ کې د رامک کلا منځني ښوونځي ودانۍ د شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. د پکتیا د پوهنې رئیس استاد کوچی ځاځی رسنیو ته وویل یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د پوهنې وزارت پراختیایي بودیجې له لورې ...

Read More »

عمران خان د لومړي ځل لپاره کابل ته راځي

د افغانستان حکومت خبر ورکړ چې د پاکستان صدراعظم د دې اوونۍ تر پایه به کابل ته راشي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته ویلي چې د پاکستان هېواد صدراعظم عمران خان به په دې اونۍ کې کابل ته راځي. ګران هېواد ویلي چې عمران خان په ...

Read More »

ننګرهار حصارک کې ۲۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو نن شنبه ( ۲۴ د لړم) وايي چې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې يي ۲۲ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې یادو وسلوالو طالبانو ...

Read More »

دفاع وزارت: په هلمند کې د طالبانو موټر بم له منځه یوړل شو

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي نن شنبه ( د لړم ۲۴) یوه اعلامیه خپره کړې او ویلي دي چې د هلمند ولایت د ګرشک په ډاګيانو سيمه کې د وسله والو طالبانو موټربم برید امنيتي ځواکونو هدف ته تر رسيدو وړاندې له منځه وړی دفاع وزارت په اعلامیه کې لیکي ...

Read More »

ارزګان کې ۱۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاعي چارواکي نن پینج شنبه ( ۲۲ د لړم) خبر ورکړ چې د ارزګان ولایت په ترینکوټ والسوالۍ کې يي د وسلوالو طالبانو ۱۲ تنه وژلي دي. د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمی  پلی لیوا ځواکونو ...

Read More »

نیویارک د کرونا ویروس له امله بیا محدودیتونه اعلان کړ

امریکايي رسنۍ خبر ورکړ چې په نیوریارک ایالت کې تازه محدودیتونه په داسې حال کې اعلان شول چې په یاد هېواد کې د کرونا ویروس پیښې زیاتې شوې وې. د نیوریارک ایالت والي اندریو کومو خبر ورکړ چې بارونه، رستورانتونه او جېمونه باید د شپې له لسو بجو وروسته بند ...

Read More »