پرون جمعه د ( لیندۍ ۲۱) په نیمروز ولایت کې د سولې لپاره د ځوانانو د اړیکو ګروپ د نوي نسل او ځوانانو د سولې جرګه وکړه، د یادې جرګې موخه په هېواد کې د جګړې پای، د اوربند تامین او د دایمي سولې راتګ دی. د نیمروز ولایت د ...
Read More »امریکا پر طالبانو هوايي برید کړی، طالبان دا عمل د تړون خلاف یادوي
د راپورو له مخې په هېواد کې امریکايي سرتیري کندهار په ژیړی ولسوالۍ کې پر طالبانو هوايي برید کړی. د امریکايي سرتیرو ویاند سوني لګیت ویلي چې دا برید د افغان امنتي ځواکونو د دفاع په خاطر شوی. طالبانو دا برید په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ...
Read More »برازیل حکومت: د دې هېواد ټول وګړي به د کرونا ضد واکسین شي
د راپورونو له مخې په برازیل هېواد کې د کرونا ویروس د پیښو له ډېریدو سره سم د یاد هېواد حکومت اعلان وکړ چې په ۲۰۲۱ م کال کې به د برازیل پر ټولو وګړو د کرونا ویروس پر ضد واکسین تطبیقیږي. د معلوماتو له مخې د برازیل هېواد نفوس ...
Read More »افغان لیکوال او ژورنالیست رهنورد زریاب مړ شو
د هېواد نامتو لیکوال او ژورنالیست رهنورد زریاب د جمعې په شپه مړ شو. زریاب له څه مودې راهسې ناروغ او په روغتون کې تر درملنې لاندې و. هغه په ۷۶ کلنۍ په عمر له دې نړۍ وکوچید. د زریاب ملګري او یو شمېر رسنۍ د هغه مړینه تاییده کړې ...
Read More »امنيتي چارواکي: ننګرهار کې د داعش ډلې یو غړی وژل شوی او یو بل نیول شوی
امنتي مسولین وايي د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش ډلې یو تن غړی وژل شوی دی او بل یې ژوندی نیول شوی دی. د ننګرهار ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ۰۲ قطعې وویل چې دوی د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ سره قلعه سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ...
Read More »دفاع وزارت: په غزني کې د دوه موټربم چاودنو مخنیوی شوی
د افغانستان ملي دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې په غزني کې د دوو موټر بمونو د چاودنو مخنیوی يې کړی. په خبر پاڼه کې د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل وسلوالو طالبانو دوه مازدا ډوله موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړي وو ...
Read More »بلخ کې ۷ پولیس د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي. چارواکي
د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې اوه پولیس د طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي. د یاد ولایت د چهاربولک ولسوال ذبیح الله ذاهد رسنیو ته ویلي چې د پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو د برید په پایله کې د یادې پوستې ۷ تنه سرتیري وژل ...
Read More »پاکستان کې یو خبریال وژل شوی
د پاکستاني راپورونو له مخې د یاد هېواد په شمال لویدیځه سیمه کې نامعلومو وسلوالو یو خبریال وژلی دی. پاکستاني پولیس رسنیو ته ویلي خبریال قیس جاوید په دیره اسماعیل خان ښار کې د وسلوالو موخه ګرځیدلې. د دېره اسماعیل خان امنیتي چارواکو ویلي چې د یادې پیښې په اړه ...
Read More »امریکا کې په لومړي ځل یو تور پوستی د دفاع وزیر ټاکل کېږي
امریکايي رسنیو راپور خپور کړی چې جوبایډن غواړي تور پوستی اسټین د دفاع وزیر په توګه غوره کړي. راپورونه زیاتوي جنرال لویډ اسټین په دې وروستیو کې په کور وو. لومړنی تور پوستی جنرال دی چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن پوځ مشر کېږي. د امریکا منتخب ولسمشر د خپل ...
Read More »پکتیا کې امنیتي ځواکونو دوه د ځانمرګي واسکټونه او د وسلو یو زیرمتون کشف کړي
نن سه شنبه ( ۱۸ ليندۍ) د پکتیا ولایت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ملي امنیت په یوه عملیاتو کې د وسلوالو یو لوی زیرمتون چې پکې وسلې او مهمات وو، کشف کړي دي. چارواکو په اعلامیه کې ویلي دغه لوی زیرمتون چې د میرزکي په ...
Read More »