Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد (page 6)

Author Archives: خبري آژانس رویداد

مراکش کې زوروره زلزله؛ د وژل شويو کسانو شمېر له ۲۸۰۰ اوښتی دی

په داسې حال کې چې د مراکش په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې او مرستې عملیات روان دي او غرنیو کلیوالو سیمو ته لا هم بشپړ لاسرسی نه شته، خو د جمعې شپې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر اوس ۲۸۶۲ته رسېدلی. د دغه راپور له مخې د ...

Read More »

چارواکي: تورخم دروازه بنده ده؛ مسافر دې تګ راتګ نه کوي

د ننګرهار ځايي چارواکي د خبرپاڼې په خپرولو وايي، چې تورخم دروازه نن سې‌شنبه هم تړلې ده. په دې تړاو خپره شوې خبرتیا کې له عامو خلکو او مساپرو غوښتل شوي، چې د دروازې تر پرانیستل کېدو پورې دې تورخم ته تګ راتګ نه کوي.‌ خو ویل شوي چې د ...

Read More »

پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې زورزیاتی؛ په سند کې ګڼ شمېر افغانان نیول شوی

په سند ایالت او په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې د پولیسو لخوا د افغانانو نیولو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او ګڼ شمېر هغه افغانان هم نیول شوي چې قانوني اسناد لري. پاکستاني قاضیانو ویلي چې نیول شوي افغانان به د دوی د اسنادو د ریښتنولۍ تر معلومولو ...

Read More »

اسيا کپ؛ هند د پاکستان ماتولو ترڅنګ کوم ریکارډونه جوړ کړل؟

د کرېکټ اسيا کپ کې هندۍ لوبډلې پاکستان ته د ۲۲۸ منډو په لوی توپير ماته ورکړه. پاکستان د پچې له ګټلو سره لومړی هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. هند د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۵۷ منډو هدف وټاکه چې پاکستان ونشوی کړی پوره يې کړي ...

Read More »

د سالنګ لویه لاره به سر له ننه د بیارغونې لپاره تر نامعلومې مودې تړلي وي

د هېواد په شمال کې د سالنګ لویه لاره به له نن څخه تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د دې کار علت د دې لویې لارې په اوږدو کې د بیارغونې د چارو پیل ښودلی دی. د دې ادارې رییس عبدالحلیم آغا ...

Read More »

تحریک طالبان پاکستان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ چترال کې نښتې روانې دي

په چترال کې لا هم د پاکستان د پوځیانو او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ وسله‌والې نښتې روانې دي. د خیبرپښتونخوا په چترال کې چارواکي وايي، د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د امنيتي ځواکونو ترمنځ له تېرې چهارشنبې نښتې لا هم روانې دي او دواړو خواوو پر يوه او ...

Read More »

سوډان کې د پوځ مشر د شخړې په حل کې د افریقایي ټولنې مرسته رد کړې

د سوډان د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان وايي، دوی د سوډان د نږدې پنځه میاشتنۍ شخړې د حل لپاره افریقايي ټولنې ته اړتیا نه لري. نوموړي پرون شنبه دا څرګندونې داسې وخت کړي، چې په دغه هېواد کې د وروستیو شخړو د مړو شمېر له ۷۰۰۰ زیات شوی دی. د ...

Read More »

اوکرایین جګړه؛ پر کیېف د روسي ډرونونو یو برید شنډ شوی

د اوکرایین پوځي چارواکي وایي د یکشنبې سهار وختي یې د دغه هېواد د پلازمېنې کیېف فضا کې شاوخوا شل روسي ډرونونه ویشتلي او په دې توګه یې نسبتآ یو ستر برید شنډ کړی دی. دوی ویلي چې په دغه برید کې ایراني “شاهد” ډرونونه کارول شوي وو. اوکراییني چارواکي ...

Read More »

د مراکش زلزله؛ پاچا درې ورځنۍ ملي ماتم اعلان کړی

د مراکش کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ریختر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې زلزله کې د وژل شویو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی او همدومره نور ټپیان دي. دغه وزارت زیاته کړې چې له ۱۴۰۰ د ډېرو کسانو ټپونه ژور دي او دا چې ډېره مرګ ...

Read More »

زاړه سیالان په اسیا کپ کې؛ هندي توپ وهونکو ښه پیل وکړ، خو لوبه د باران له امله درېدلې ده

د اسیا جام په دویم پړاو سیالیو کې نن (یکشنبه) د هند او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې له یوه بل سره مخ دي، دا لوبه د سریلانکا په کولمبو ښار کې روانه ده او دواړه لوبډلې د روان اسیا جام پای لوبې ته د رسېدو هڅه کوي. د دغې لوبې ...

Read More »