Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد (page 58)

Author Archives: خبري آژانس رویداد

بلخ کې د امبرکول کرنيز کانال ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د اوبو د تنظيم ملي اداره وايي، په بلخ کې د شورتپې ولسوالۍ اړوند امبرکول کرنيز کانال د جوړونې چارې په بشپړه توګه پای ته رسېدلي او نن د يک‌شنبې په ورځ د (غبرګولي په ۳۰مه) ګټې اخيستنې ته هم وسپارل شو. د يادې ادارې رئيس خان محمد تکل په ...

Read More »

پر جنسي تيري تورن مفتي عزيز الرحمن ونيول شو

د عزيز الرحمن په نوم هغه مفتي چې څو ورځې وړاندې يې پر خپل زده‌کوونکي د جنسي تيري وېډيو په ټولنيزو رسنيو کې ښکته او پورته کېده، د پوليسو له لوري ونيول شو. د پاکستان پوليسو خبر ورکړی چې نوموړی يې نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) له څو ځله ...

Read More »

ارمنيايان نن په پارلماني ټاکنو کې رايې ورکوي

د ارمنيا خلک نن يک‌شنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) په پارلماني ټاکنو کې د ګډون او رايې ورکولو په موخه د رايو مرکزونو ته راوتلي دي. د ارمنيا لومړی وزير نېکول پاشينيان تمه لري چې دا ځل ټاکنو کې به د خلکو له پراخ باور سره مخ شي او د ...

Read More »

برادر: په افغانستان کې د نظام ټینګښت د افغانانو په یو بل منلو پورې اړه لري

په قطر کې د وسله‌والو طالبانو سياسي دفتر رئيس ملا عبدالغني برادر وايي، په افغانستان کې د يوه اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو په داخلي قربانیو، تېرېدنې او یو بل منلو پورې مربوط دی. نوموړي په خپله يوه تازه ليکنه کې چې (څرنګ به یو باثباته، مستحکم او پرمختللی افغانستان ...

Read More »

برازيل کې د کرونا له امله ۵۰۰زرو ته د مړو شمېر رسېدو خلک پارولي

د برازيل په سرا سر کې زرګونه کسان د شنبې په ورځ د (غبرګولي په ۲۹مه) وروسته له هغې د پراخو لاريونونو په موخه لارو او کوڅو ته را ووتل، چې په هېواد کې يې د کرونا له امله د مړو شويو کسانو شمېر ۵۰۰زره تنو ته ورسېد. دوی نېوکه ...

Read More »

چين کې د افغاني توليداتو نندارتون جوړېږي

ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د افغاني محصولاتو د معرفي کولو يو نندارتون د چين په پلازمېنه بېجينګ کې دايېر شي. په چين کې د افغانستان سفير جاوېد احمد قايم په دې اړه خپل ټوېټر ليکلي، دا نندارتون چې افغان بازار نومول شوی، ټاکل شوې د روانې جون ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې ۳ ځايي اوسېدونکي نامالومو وسله‌والو وژلي

په قبايلي سيمو کې د هدفي وژنو په دوام سره تازه په دوو جلا پېښو کې، د شمالي وزيرستان درې تنه اوسېدونکي وژل شوي دي. ځايي اوسيدونکي وايي، دواړه پېښې پرون شنبه د (غبرګولي په ۲۹مه) رامنځته شوي. د دوی په خبره لومړۍ پېښه په ميرعلي کې هغه مهال رامنځته ...

Read More »

قرېشي: امريکايي ځواکونو دې په سيستماتيکه توګه له افغانستان ووځي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د شوري ځواکونو له وتلو وروسته تجربه شوی وضعيت بيا تکرار نه شي، نو اړتيا ده چې امريکايي ځواکونو په سيسټماټيک ډول له افغانستان څخه ووځي. قرېشي د ترکيې له انادولو خبري اژانس سره ...

Read More »

عمران خان: د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د امريکا عملياتو ته اجازه نه ورکوو

د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، هېڅکله به په افغانستان کې د عملياتو ترسره کولو په موخه د امريکا نظامي هډو جوړولو ته په خپله خاوره کې اجازه ورنه کړي. نوموړي دا څرګندونې تازه له اکسيوس ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې. عمران خان ټينګار کړی چې پاکستان نه ...

Read More »

ابراهيم رئيسي د ايران ولسمشريزې ټاکنې وګټلې

د ايران ټاکنو ملي کمېسيون نن د (غبرګولي په ۲۹مه) د دغه هېواد د ترسره شويو ولسمشريزو ټاکنو پايلې اعلان کړې. د تازه پايلو له مخې د يادو ټاکنو مخکښ نوماند ابراهيم رئيسي د ټول‌ټال رايو ۶۲ سلنه ترلاسه کړي دي. د ټاکنو ملي کمېسيون له دې اعلان سره د ...

Read More »