Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد (page 57)

Author Archives: خبري آژانس رویداد

له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ له نيمايي ډېره بشپړ شوه

په منځني ختيځ کې د امريکا د پوځ مرکزي قومندانۍ اعلان کړی چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ له ۵۰ سلنې زياته بشپړ شوې ده. دې قومندانۍ په خپله تازه خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۲مه) يې خپره کړې ويلي، تر دې مهال ...

Read More »

واشنګټن پوسټ: شمال کې پر ملېشو د وسلو وېشل افغانستان کورنۍ جګړې ته بيايي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې افغان حکومت د هېواد په شمال کې پر پخوانيو مليشو د وسلو وېشلو له لارې هڅه کوي، څو دا ډلې هم د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د وسله‌والو طالبانو په مقابل کې ودروي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې اړه پرېکړه د ولسمشر ...

Read More »

په يمن کې د سعودي په مشرۍ اېتلاف او هوثي وسله‌وال هوکړې ته نږدې شوي

ځينو چينو خبر ورکړی چې په يمن کې د دغه هېواد د اړخونو په شمول د سعودي عربستان په مشرۍ نظامي اېتلاف، له هوثي وسله‌والو سره په خبرو کې د سولې هوکړې ته نږدې شوی دی. يادو خبرو ته نږدې سرچينو رسنيو ته ويلي، د سعودي په مشرۍ د اېتلاف ...

Read More »

فعالان: عثمان خان کاکړ مړ نه، بلکې وژل شوی دی

په پښتونخوا او بلوچستان کې ملتپاله فعالان او سياسون وايي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ايالتي مشر او پخوانی سناتور عثمان خان کاکړ په خورا سيستماتيکه بڼه وژل شوی دی. د عثمان خان کاکړ زوی خوشال کاکړ له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، پلار ته يې له ...

Read More »

اسرائيل په عربي اماراتو کې خپل سفارت پرانيزي

د اسرائيلو بهرنيو چار وزارت اعلان کړی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي د بهرنيو چارو وزير يار لاپيډ متحده عربي اماراتو ته د دوه اړخيزه اړيکو د پراختيا په موخه سفر وکړي. د يار لاپيډ له دفتر څخه په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، نوموړی به ...

Read More »

د عربي اماراتو د حقونو فعاله، په لندن کې مړه شوه

په عربي اماراتو کې د حقونو فعالې علاء الصديقي د لندن په يوه روغتون کې هغه مهال ساه ورکړه چې د نوموړې موټر له ټکر کېدو وروسته ياد روغتون ته ور وړل شوې وه. علاء الصديقي په عربي اماراتو کې د بشري حقونو د برخې مهمه فعاله وه او د ...

Read More »

د پوتين او بايډن له لېدنې وروسته د روسيې سفير واشنګټن ته ستون شو

د امريکا او روسيې ولسمشرانو تېره اوونۍ د سويس په جينوا کې سره ولېدل او د نورو مسايلو ترڅنګ يې پر دې هم هوکړه وکړه چې د واشګټن او مسکو ترمنځ د اړيکو بیا عادي کولو په موخه به د دواړو هېوادونو سفيران بېرته خپلو دندو ته ستنېږي. خو تازه ...

Read More »

پاکستان؛ د طالبانو له لوري د اختطاف شوي امريکايي د خلاصون هڅې کوي

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې حاضر دي څو د امريکا له حکومت سره د هغه امريکايي وګړي په خلاصون کې مرسته وکړي چې د ۲۰۲۰کال په جنوري کې د وسله‌والو طالبانو له لوري له کابل څخه اختطاف شوی و. امريکايۍ رسنۍ ABC نيوز په واشنګټن کې د پاکستان سفارت د ...

Read More »

بينيت: نړيوال دې د ايران اټومي هوکړې ته له ستنېدو وړاندې ښه غور وکړي

د اسرئيلو لومړی وزیر نفتالي بينيت د ايران په ولسمشريزو ټاکنو کې د ابرهيم رئیسي بريا په اړه خواشيني وښوده او نوموړی يې جلاد وباله. بينيت چې پرون يک‌شنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) يې د کابينې لومړنۍ غونډه پرانېسته وويل، رئيسي په ايران او نړۍ کې پر دې مشهور دی ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د جګړې له امله پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو يا تحريک طالبان پاکستان TTP او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې او په ياده نښته کې د پاکستاني طالبانو ترڅنګ پاکستاني پوځيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ هم ياده نښته تائيد کړې او د يوې خبر پاڼې په خپرولو ...

Read More »