Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد (page 54)

Author Archives: خبري آژانس رویداد

بايډن: له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو بهير ژر نه شي بشپړېدای

د امريکا ولسمشر جوبايډن وايي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهير له پلان سره سم ښه روان دی. خو په خبره يې د دغه بهير بشپړېدل ښايي وخت ونيسي. نوموړي پرون د جمعې په ورځ د (چنګاښ په ۱۲مه) د يوه خبري کنفرانس پرمهال خبريالانو ته وويل، ...

Read More »

اېتوپيا حکومت د اوربند، خو وسله‌والو د جګړې اعلان کړی

په داسې حال کې چې تېره دوشنبه د (چنګاښ په ۷مه) د وسله‌والو لاس ته د ټېګري سيمې مرکز له لوېدو سره سم اېتوپيا حکومت د اوربند اعلان وکړ، خو د ټېګري خلکو د ازادۍ جبهې په نوم وسله‌والې ډلې د دغه هېواد له ځواکونو سره د جګړې لپاره د ...

Read More »

جنوبي وزيرستان کې د جګړې پرمهال پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ پر يوې پوستې د وسله‌وال بريد پرمهال په پوسته کې موجودو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګر ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ هم ياد بريد تائيد کړی او ويلي يې دي چې دغه وسله‌وال بريد بېګاه شپه ناوخته د (چنګاښ په ۹مه) ...

Read More »

ملګرو ملتونو له امريکا غوښتي چې پر ايران بنديزونو لغوه کړي

د ايران او مريکا ترمنځ د اټومي تړون د بيا احيا کولو په اړه د دواړو لوريو په مذاکراتو کې پرمختګ ته په پام سره، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټرش د امريکا له ولسمشر جوبايډن غوښتي چې پر ايران د اټومي پروګرام له امله لګېدلي بنديزونه لغوه کړي. نوموړي ...

Read More »

اسرائيلو په لومړي ځل د خليج په يوه هېواد کې سفارت پرانيست

د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير يار ليپېډ چې دا مهال عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللی، په دغه هېواد کې يې خپل سفارت پرانيست. د ليپېډ له لوري په عربي اماراتو کې د اسرائيلو سفارت پرانېستل بې ساری اقدام بلل شوی او له دې سره دا لومړی ځل دی ...

Read More »

مېلر: د بهرنيو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پيلېدو وېره شته

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، له افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنيو ځواکونو په وتلو داسې وېر احساسېږي چې ښايي دا هېواد يو ځل د کورنيو جګړو پر ميدان بدل شي. نوموړي چې پرون سې شنبه د (چنګاښ په ۸مه) يې ...

Read More »

امنيتي ځواکونو د فارياب دوې ولسوالۍ له طالبانو بېرته نيولي

ملي دفاع وزارت خبر ورکوي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د فارياب پښتون‌کوټ او قره‌باغ دوې ولسوالۍ نن سې‌شنبه د (چنګاښ په ۸مه) له وسله‌والو طالبانو بېرته نيولي دي. دې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، افغان ځواکونو د نورو ولايتونو ترڅنګ په غزني او پروان کې ...

Read More »

يار ليپېډ په عربي ماراتو کې د سفارت پرانېستو لپاره دې هېواد ته ورسېد

د عربي اماراتو او اسرائيلو ترمنځ د سياسي اړيکو عادي کولو په ترڅ کې تازه د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير يار ليپېډ عربي اماراتو ته رسېدلی دی. لپېډ په خپل ټوېټر کې هغه انځورونه شريک کړي چې د عربي اماراتو له چارواکو سره يې په ګډه اخيستي. نوموړي عربي اماراتو ...

Read More »

خيبر پښتونخوا کې افغان کډوال دين ته د سپکاوي په تور نيول شوی

د خيبر پښتونخوا په بونير کې پوليسو يو افغان کډوال هغه مهال نيولی چې خلکو پرې دين ته د سپکاوي له امله له پوليسو سره قضيه ثبت کړه. په دې اړه د رسنيو په راپورونو کې ويل شوي، دغه افغان کډوال مومين نومېږي او ځايي خلکو پرې له دې کبله ...

Read More »

سوريې کې امريکايي ځواکونو او ايران پلوه ملېشو پر يوه بل درنې وسلې کارولي

په سوريې کې وروسته له هغې د ايران له ملاتړ برخمنو ملېشو او د امريکا په مشرۍ اېتلافي ځواکونو پر يوه بل درنې وسلې وکارولې چې امريکا په عراق او سوريې کې د يادو ملېشو مرکزونه بمبار کړل. په سوريې کې د اېتلافي ځواکونو وياند وېن ماروټو ويلي، يادو ملېشو ...

Read More »