Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد (page 46)

Author Archives: خبري آژانس رویداد

داعش په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی

د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې یا داعش په کابل کې د پروني خونړي برید مسوولیت منلی دی. رویټرز اژانس تېره شپه ناوخته د داعش د ټیلګرام چېنل په حواله دا خبر ورکړی دی. په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته په پرونۍ چاودنه کې ...

Read More »

ملګرو ملتونو د ښوونې د برخې فعال مطيع الله ويسا د “خونديتوب” غوښتنه کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ماموریت (یوناما) له سرپرست حکومته غوښتي چې د مدني فعال او د “قلم لار بنسټ” د مشر مطیع الله ویسا د نیولو دلیل روښانه کړي. یوناما نن (د مارچ پر ۲۸مه) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالبان دې “د ویسا ځای ځایګی هم معلوم ...

Read More »

د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې تر ۱۰ میلیاردو ډالرو واوښتي

د پاکستان مرکزي بانک وايي، چې د دې هیواد د بهرنیو اسعارو زیرمې د ۲۸۰ ملیونه ډالرو زیاتیدو سره، د ۱۰ ملیاردو ډالرو څخه اوښتي دي. په همدې حال کې د پاکستان د مالیې وزارت چارواکیو ویلي، چین پاکستان ته دخوندي پور د دوو ملیادو ډالرو د بېرته ستنولو موده ...

Read More »

د امریکا په میسیسیپي ایالت کې توپان لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي، په لسګونو ودانۍ یې نړولې دي

د امریکا سویلي برخې د جمعې په شپه زورور توپان او بړبوکۍ لړزولې دي، چې د چارواکو په وینا په میسیسیپي ایالت کې یې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه کړي او په لسګونو ودانۍ یې نړولې دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د توپان له کبله د خلکو پر مړینه خواشیني ښودلې ...

Read More »

سرپرست حکومت ۱۴ هېوادونو ته ډیپلوماتان لېږلي دي

د افغانستان سرپرست حکومت وايي، دوی تر اوسه ۱۴ هېوادونو ته خپل ډیپلوماتان لېږلي او هڅې روانې دي چې د نورو ډیپلوماتیکو مرکزونو کنټرول هم ترلاسه کړي. د سرپرست حکومت ویاند ویلي چې د تېر حکومت ډیپلوماتان له بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. نوموړي ...

Read More »

تېر کال ۱۱ ميليارده افغانۍ عواید له حیرتان ګمرک څخه ترلاسه شوي

د بلخ ولایت د حیرتان د ګمرک رییس وايي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې څه باندې ۱۱ میلیارده افغانۍ عواید د ګمرګ له لارې ترلاسه کړې دي چې ۱۴۰۰ کال په پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړی زیاتوي چې د دې عوایدو ډېره برخه د وارداتو له لارې لاسته ...

Read More »

د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ دویمه شل اوریزه سیالۍ نن ترسره کیږي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله نن شپه د پاکستان پر وړاندې خپلې دویمې نړیوالې شل اوریزه لوبې ته پوره چمتووالی لري. ټاکل شوې دواړه لوبډلې، نن شپه د کابل پر وخت اته نیمې بجې د شارجې د کرکټ په نړیوال میدان کې سره لوبه وکړي. افغانستان ...

Read More »

روسیه په بېلاروس کې اټومي وسلې ځای پر ځای کوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي،‌ هېواد به یې بېلاروس کې خپلې تکتیکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي. د روسیې دولتي رسنیو په وینا ښاغلي پوتین دا ګام د امریکا لخوا اروپا کې د خپلو وسلو ځای پر ځای کېدو سره پرتله کړی او ویلي یې دي‌ چې دا ...

Read More »

اروپايي ټولنه: د افغانستان په سوله او ثبات کې د ګاونډیو ونډه مهمه ده

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د افغانستان ګاونډیان د دې هېواد په سولې او ثبات کې مهمه ونډه لري. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن په دې هېواد کې د سولې و ثبات د ټینګښت په برخه کې د ګاونډیو او سیمې ...

Read More »

په کونړ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ۳ کسان مړه شوي

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې تر سخت اورښت وروسته د یوه کور د چت د پرېوتو په پېښه کې ۳ وړې نجونې مړې شوې دي. په کونړ کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، دغه چت سهار وختي درې بجې پرېوتی، چې په نتیجه کې یې ...

Read More »