پاکستان ویلي دي چې روانه اوونۍ د امریکا په مشرۍ د ډېموکراسۍ یا ولسواکۍ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي. د امریکایي ولسمشر جو بایډن ادارې ۱۲۰ نړیوالو مشرانو ته د مارچ پر ۲۹مه او ۳۰مه په واشنګټن کې په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د کوسټا ریکا، ...
Read More »د پرتګال پوليسو يو افغان کډوال د اسماعيليانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو په وژنه تورن کړی
د پرتګال پولیسو په پلازمېنه لیزبون کې یو افغان کډوال د اسماعیلیانو په اسلامي مرکز کې د دوو ښځو پر وژنه تورن کړی دی. پولیسو ویلي، کله چې له دې اسلامي مرکز څخه د مرستې لپاره غوښتنه وشوه، نو پولیس افسران هلته دا افغان کډوال په داسې حال کې ولیده ...
Read More »د افغان تنکیو ځوانانو د کرکټ لوبډله پایلوبې ته لار ومونده
د افغانستان د کرېکټ له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې له سريلانکا او بنګله دېش سره په درې اړخیزې لوبلړۍ کې یو ځل بیا سریلانکا ته په ۴ منډو ماته ورکړه او په دې توګه د دغو سیالیو پایلوبې ته ورسېده. دا پنځوس اوریزه لوبې د متحدو عربي اماراتو ...
Read More »هلمند کې د رمضان جام په نوم د فوټسال شپنۍ سیالۍ پیل شوې
دا سیالۍ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هلمند سټار په نوم مرکزي جمنازیوم کې پیل شوې. ځايي مسوولین وايي، د یادو سیالیو هدف د ځوانانو ترمنځ یووالی او ورزش ته هڅول دي. د رمضان جام په نوم دې سیالیو ته هره شپه سلګونه ځوانان د نندارې لپاره ورځي. ...
Read More »د مطيعالله ويسا نيول کېدو ته نړيوال غبرګونونه مخ پر ډېرېدو دي
د زدکړو د فعال مطیعالله ویسا د نیول کېدو نن دویمه ورځ ده، خو لا یې هم د ځایځایګي په باب معلومات نهشته. د هغه ورور عطا الله ویسا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو یې دوه نور نیول شوي وروڼه پرون خوشې کړي، خو خپله مطیعالله ویسا ...
Read More »امریکا کې یوې نجلۍ ۶ زده کوونکي په ډزو وژلي دي
د امریکا د ټینیسي ایالت د ناشویل په ښار کې په یو ښوونځي کې یوې نجلۍ د ډزو له امله ۶ تنه وژل شوي چې درې یې د همدې ښوونځې زده کوونکي و. پولیسو ویلي چې مشکوکه برید کوونکې یې ویشتلې او وژلې ده. راپورونه وايي ۲۸ کلنه بریدګره د ...
Read More »جرمني اوکراین ته پرمختللي “لیوپارډ ۲” ټانکونه ور استولي
د جرمني دفاع وزارت وايي اوکرایین ته یې د ‘لیوپارډ ۲’ ټانکونو لومړۍ جوپه استولې ده. دا ۱۸ پرمختللي جګړه ییز ټانکونه تر هغې وروسته کیېف ته سپارل شوي چې د کارېدو لپاره یې اوکرایینۍ عمله وروزل شوه. د جرمني دفاع وزیر بورېس پیستوریوس وايي ډاډمن دی چې دا ټانکونه ...
Read More »پاکستان له افغانستان څخه د شل اوریزو وروستۍ لوبه وګټله
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ۳ شل اوریزو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته د ۶۶ منډو په تفاوت ماتې ورکړه. په وروستۍ سیالۍ کې افغان لوبډلمشر پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. پاکستان د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوې کړې. په ...
Read More »امریکا: هېڅ هېواد د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پلان نه لري
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره او سرپرسته وايي، د نړۍ هېڅ هېواد اوسمهال پلان نه لري چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. د افغانستان لپاره د متحدوایالتونو د سفارت شارژدافېره او سرپرسته کرن ډیکر وايي، که څه هم یو شمېر هېوادونو په دې وروستیو کې د ...
Read More »د افغانستان بانک سبا ۱۴ میلیونه ډالره لیلاموي
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا د چهارشنبې په ورځ ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي. د افغانستان مرکزي بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي غوښتي څو په دې ...
Read More »