Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد (page 44)

Author Archives: خبري آژانس رویداد

د ترکیې پارلمان په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب لپاره هواره کړه

له دې سره په دې غربي پوځي ايتلاف کې د غړیتوب لپاره د فنلنډ په وړاندې د اوږدې مودې خنډ لیرې کړای شو. د ترکیې د پارلمان ټولو ۲۷۶ حاضرو غړو د فنلنډ په پلوي رایه ورکړه. تر دې څو ورځې مخکې د هنګري پارلمان هم ورته مثبته رایه ورکړې ...

Read More »

د نړۍ د کرېکټ ستر سوداګريز ليګ ‘ايې‌پي‌ال’ نن پيليږي

د هندوستان د کرېکټ ستر سوداګریز لیګ (ايې‌پي‌ال) نن (جمعه) د دې هېواد په احمد اباد ښار کې پیلیږي. په لومړنۍ لوبه کې به د تېر کال اتله لوبډله ګجرات ټایټنز د چینای سوپر کینګز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي. سږ کال په دې لیګ کې پینځه افغان ...

Read More »

اروپايي ټولنې هېواد ته سل ټنه طبي توکي او درملو مرسته استولې

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت کابل ته د سل ټنه طبي توکو او درملو د یوې بلې کڅوړې د رسېدو خبر ورکوي. دې ماموریت پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، چې د بشرپالنې دغه نوې مرسته چې په افغانستان کې ورته ډېره اړتیا ده، د هوا له ...

Read More »

پاکستان کې په دوو پیښو کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عکس - آرشیف

 د پاکستان پولیس په خیبر پښتونخوا کې د سخت دریځو وسله‌والو په برید او ماین چاودنه کې د څلورو پولیسو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د پولیسو سیمه‌ییز مشر اشفاق خان ویلي، چې څلور پولیس نن سهار وختي لکي مروت ښارګوټي ته پر لاره ...

Read More »

د کابینې پریکړه: د لويو لارو په هر ۱۰۰ کيلو مترۍ کې دې جوماتونه جوړ شي

د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا په مشرۍ د کابینې په وروستۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې په هرو سلو کیلومترو کې دې یو جومات جوړ کړی شي. د باختر خبري اژانس وایي، د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ته دنده سپارل ...

Read More »

له سرپرست حکومت څخه د بشري حقونو د ادارې غوښتنه: نيول شوي فعالان ژر تر ژره را خوشې کړئ

په نږدې یوه اوونۍ کې د افغانستان دننه د بشري حقونو او تعلیم د پنځو فعالانو د نیولو پېښې ثبت شوي دي. د سرپرست حکومت له‌خوا دغو توقیفونو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې تېر ماښام په یوه اعلامیه کې وویل، نیول شوي ...

Read More »

د شانګهای سازمان د غړیو هېوادونو غونډه کې د افغانستان د استازي له ګډون پرته د افغانستان پر وضعیت هم بحث شوی

د هند پلازمېنه نوې ډیلي کې د چهارشنبې په ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو کوربه وو. په دې ناسته کې د مرکزي اسیا د هېوادونو استازو په حضوري او د پاکستان او چین استازو هم په دې غونډه کې په انلاین ...

Read More »

د خوړو نړيوال پروګرام خبردارۍ: که بېړنۍ مرسته را‌نه‌کړل شي، افغانستان کې د مرستو بهير دروو

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي که بېړنۍ مالي مرسته ورسره ونه‌شي، په راتلونکو څو ورځو کې د مرستې رسونې او نهه میلیونه بې‌وزله کسانو ته د خوراکي توکو مرسته دروي. دغې ادارې د چهارشنبې په ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، سم‌لاسي ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې، په ...

Read More »

ټاکل شوې نن د شانګهای سازمان غړو هېواودنو غونډه کې د افغانستان پر وضعيت بحث وشي

افغانستان به د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هېوادونو د نننۍ غونډې د اجندا یوه مهممه موضوع وي. په دغه غونډه کې چې د هند پلازمېنه نوی ډیلی به یې کوربه وي، د دې سازمان د امنیت شورا مسوولین له تروریزم سره د مبارزې، د مخدره موادو د ...

Read More »

په دو ورځو کې تر ۵۵۰۰ ډېر کډوال ایټالیا ته رسېدلي دي

د ايټاليا حکومت د معلوماتو له مخې تېره اونۍ ۵۵۷۳ کډوال د دغه هېواد جنوبي ساحلونو ته رسېدلي دي. د شمېرو له مخې د جنورۍ میاشتې راهیسې په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۷ زره کډوال راجستر شوي چې د تېر کال په پرتله کابو څلور چنده دي. د مدیترانې لارې ...

Read More »