د امریکا او کاناډا ترمنځ پولې ته څېرمه په سنټ لورېنس سیند کې د دوو ماشومانو په ګډون د اتو کډوالو مړي موندل شوي دي. چارواکو ویلي دغه کسان له کاناډا په ناقانونه توګه امریکا ته د اوښتو د هڅې پر مهال ډوب شوي دي. له دوی د ۶ تنو ...
Read More »جرمني د افغان کډوالو د منلو بهیر د لنډ مهال لپاره درولی
جرمني په یوه کمساري ګام سره دې هېواد ته د ورتلونکو افغانانو د وېزو د ورکړې بهیر ځنډولی. د جرمنۍ مجلې شپېګل له لوري خپاره شوي یوه رپوټ کې ویل شوي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په ټولیز ډول د افغانانو د کډوالۍ چاره له سره ارزوي. شپیګل ته ...
Read More »د نړۍ د کریکټ د ستر سوداګریز ليګ پيل؛ خان د لوبې غوره لوبغاړی شو
د هند د غوره ليګ يا ای پي اېل د ۲۰۲۳ کال سيالۍ د هند په ګجرات کې پیل شوې چې د هند ترڅنګ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو په کې ګڼ شمېر لوبغاړي ګډون کوي. د سږنيو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ګجرات ټايټنز لوبډلې چنای سوپر کېنګز ته ...
Read More »له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو مرستې؛ د څه باندې ۳۸ ملیونو ډالرو په ارزښت د مرسته یوه چوپه کابل ته را ورسیده
له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو له لوري د بشري مرستو ۳۸.۵ ټنه یوه جوپه چې خوراکي توکي، البسه او درمل په کې شامل وو، پرون کابل ته را ورسېده.د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې را رسېدلې مرستې به اړوندو وزارتونو او ادارو ته تسلیم شي څو یې په ...
Read More »یو تن ملي سوداګر په بلخ کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو
د کورنیو چارو وزارت په بلخ ولایت کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د یو تن ملي سوداګر د ژغورلو خبر ورکړی دی. د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د پوليسو د ځانګړو قطعاتو د عمومي قومندانۍ سرتېرو د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو له ځواکونو سره په ګډه د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو سوداګر د تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی دی. ټکور زیاته کړې، چې حاجي سردار د عبدالستار زوی د مزار شریف د لومړۍ حوزې اړوند ګذر قبادان له سیمې څه باندې یوه میاشت وړاندې د وسله ...
Read More »پاکستان کې د مرستو وېش؛ ټیل ماټیل کې ۱۱ تنه مړه شوي دي
په پاکستان کې د وړیا اوړو د ویش پر مهال په ټیل ماټیل کې ۱۱ تنه مړه شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي چې اته تنه په خیبرپښتونخوا او ۳ نور د پنجاب په ولایت کې مړه شوي دي. پاکستان چې د نغدو پیسو د جدي کمښت سره مخ دی، تېره ...
Read More »اوس مهال ۱۵ قلمه درمل په هېواد دننه تولیدېږي
د خوړو او درملو ملي اداره وايي، اوس مهال شاوخوا ۱۵ قلمه درمل په هېواد کې د افغاني کمپنیو له لوري تولیدېږي. په دې وروستیو کې سرپرست حکومت کابینې د خوړو او درملو ملي ادارې ته دنده سپارلې چې هېواد ته د غیر معیاري، بې کیفیته او قاچاقي درملو د ...
Read More »هند؛ مذهبي مراسمو کې د چت نړېدو له کبله ۳۵ کسان وژل شوي
هندي چارواکي وايي، د دې هېواد مرکزي برخه کې د یوه معبد سقاوې دېوال نړېدو له کبله لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. حکومتي چارواکي وايي، پېښه پر پنجشنبه داسې حال کې رامنځته شوه، چې د اندور سیمې په یوه معبد کې یو ځای ...
Read More »لوی درستیز: راتلونکی کال به د پوځ شمېر ۱۷۰ زرو ته لوړ کړو
د دفاع وزارت لوی درستیز ادعا کړې، چې اوسمهال ۱۵۰ زره پرسونل لري او راتلونکي کال کې به يې شمېر ۱۷۰ زرو ته لوړشي. هغه د دغه پوځ د لګښتونو او د لګښتونو د سرچينو په تړاو جزئيات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې يې ده، چې دغه پوځ د ...
Read More »د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو له څرنګوالي څخه دفاع وکړه
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین دکانګرس غړو ته ویلي چې دوی له افغانستان څخه په ناببره توګه د ځواکونو دایستلو له پروسې پښېمانه نه دي. نوموړی پرون د امریکا استازو جرګې د پوځي خدمتونو کمېټې د جمهوري غوښتونکو غړو له لوري وربلل شوی و، د نورو پوښتنو تر ...
Read More »