په الاقصی جومات کې د سلګونه فلسطیني ځوانانو د ځای پرځای کېدو په درشل کې، د اسراییلو حکومت له اردن نه غوښتي چې دغه کسان د حرم شریف له انګړه وباسي. اردن د الاقصی د پالنې مسؤلیت لري. یاد فلسطینیان چې تېره شپه د تراویح له لمانځه وروسته د مسجد ...
Read More »د سوداګرۍ وزارت سرپرست د سپین بولدک او تورخم له ګمرکونو لیدنه کړې
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د سپین بولدک او تورخم له ګمرکونو څخه لیدنه کړې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې له دې کار څخه یې موخه د هېواد په ګمرکونو کې د خصوصي سکټور لپاره د اسانتیاوو برابرول دي. د خصوصي سکټور غړي هم د ...
Read More »د کردانو په کورواکې سیمه د ترکیې بمباري د عراق ولسمشر لخوا وغندل شو
د عراق ولسمشر عبداللطیف رشید پرون شنبه د کردانو په کورواکې سیمه کې، سلیمانیه هوايي ډګر ته نږدې د ترکیې بمباري وغندله. رشید په یوه اعلامیه کې ویلي، د کردستان پر خلاف د ترکیې پوځي عملیات دوام لري، چې وروستۍ بمباري د سلیمانیه ملکي هوايي ډګر په وړاندې تېره جمعه ...
Read More »ممبۍ انډین دویمه لوبه هم وبایلله
د چینای سوپر کینګز لوبغاړي اجینکیا رهاني د سږني پړاو چټکه پنځوسیزه ووهله، چې په ۱۹ توپونو یې ترسره کړه او پرمټ یې ممبۍ انډینز لوبډلې ته زبردسته ماتې ورکړه چې په سره ممبۍ دویمه پرلپسې ماتې هم ثبت کړه. د آی پي ایل د ۱۶م پړاو ۱۲مه لوبه د ...
Read More »کریکټ؛ نن یکشنبه د آی پي ایل په لیګ کې دوه سیالۍ ترسره کېږي
ټاکل شوې چې نن یکشنبه د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل کې دوه سیالۍ ترسره شي. لومړنۍ لوبه چې د کابل پر وخت تر غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې پیلېږي ګجرات ټایټانز به د کلکته نایټ رایډرز پر وړاندې سیالي وکړي. ګجرات لوبډلې تر دې دمه دوه سیالۍ ترسره ...
Read More »خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې چارواکو ویلي، چې د پوځ پر یو موټر د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د خیبر په ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته ...
Read More »نیوزیلېنډ له سریلانکا شل اوریزه لوبلړۍ وګټله
نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ په دریمه لوبه کې بریا خپله کړه او په دغه لوبلړۍ کې یې ۲-۱ بریا خپله کړه. د نیوزیلېنډ او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو شل اوریزه لوبو د لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د نیوزیلېنډ په ...
Read More »نیکلاسن: د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز د مرستو چارې ګواښي
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسن وايي چې د ملګرو ملتونو په اړوندو دارو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز افغانستان ته د بشري مرستو او د شاخوا ۲۸ میلیون اړو افغانانو یوې لویې برخې ته د اساسي خدماتو د رسولو چارې له ګواښ ...
Read More »فاریاب کې د جوارګرۍ په تور یو شمېر کسان ونیول شول
د فاریاب امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې ۱۰ تنه د جوارګرۍ په تور نیول شوي دي. د دغه ولایت امنیتي مسوولینو رسنیو ته وویل، چې دغه کسان امنیتي ځواکونو د پشتونکوټ ولسوالۍ په قزل قول سیمه کې د جوارګرۍ پرمهال لاس په لاس نیولي دي. د مسوولینو په وینا، له دغو کسانو څخه ۷۹۵ زره او ۷۹۰ افغانۍ، موبایلونه او د جوارګرۍ وسایل هم ترلاسه شوي دي. د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونه ته وسپارل شي.
Read More »نوې څېړنه؛ اسپانیا کې ۳۰۰۰ کاله مخکې خلکو مخدره توکي کارول
یوه نوې څېړنه ښيي چې په اسپانیا کې خلکو له ننه نژدې ۳۰۰۰ کاله مخکې نشه لرونکي درمل کارول. ساینسپوهان وايي، په مینورکا سیمه کې له یوې هدیرې موندل شوي ویښتان ښيي چې پخوانیو انسانانو دغسې دارو چې سخته نشه یې درلوده، له ونو، بوټو ترلاسه کول. دا په اروپا ...
Read More »