Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد (page 36)

Author Archives: خبري آژانس رویداد

د اریوب ځاځیو تفریحي سیمه په قرارداد ورکړل شوه

د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ سپینې شګې تفریحي سیمه د یوه کال لپاره په قرارداد ورکړل شوې ده. د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي اړوند شرکت به سپینه شګه کې د یوه هوټل تر څنګ جومات جوړوي او بېلا بېلو برخو کې به د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابروي. د ...

Read More »

افغانستان کې له هرو ۱۰ کورنیو کې ۹ یې کافي خواړه نه لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یو وار بیا په افغانستان کې د افغانانو اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. یادې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې دمګړۍ په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب شوی او په هرو لسو کورنیو کې نږدې نهه یې کافي خواړه نه ...

Read More »

د ملګرو ملتونو سرمنشي: ژوند ژغورونکو مرستو رسولو کې د ښځینه کارکونکیو رول اړین دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د ژوند ژغورونکو مرستو د رسونې په ګډون د دې ټولنې په چارو کې د ښځینه کارکوونکیو ونډه اړینه ده. انتونیو ګوتېرېش دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تېره اونۍ د ملګر ملتونو په ټولنو ...

Read More »

د هند د کریکټ غوره لیګ؛ نن بنګلور او لکنو کرېکټ لوبډلې سيالي کوي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د هند غوره لیګ په سیالیو کې د رایل چلینجر بنګلور لوبډله د لکنو سوپر جاینټز پر وړاندې سیالي وکړي. دغه سیالي چې په بنګلور ښار کې ترسره کېږي د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیلیږي. لکنو لوبډلې چې دوه سیالۍ ګټلي او یوه ...

Read More »

د ګجرات او کلکتې جالبه لوبه؛ د راشدخان هېټریک سربېره ګجرات لوبه وبایلله

د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل په دیارلسمې سیالۍ کې کلکته نایټ رایډرز د ۳ وېکټو په توپیر ګجرات ټایټانز لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه سیالي چې د هندوستان په احمداباد ښار کې ترسره شوه، د ګجرات لوبډلمشر راشدخان پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه. یادې لوبډلې ...

Read More »

د هوا پېژندنې اداره: په يو شمېر ولايتونو کې به سخت ورښتونه وشي

د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي چې، نن به د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې شدید ورښتونه وشي چې له کبله یې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته. د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې او دغه راز د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو وړاندوینه کړې چې، ...

Read More »

له چاد څخه د آلمان سفیر شړل شوی

د چاد حکومت د آلمان سفیر کریستین ګوردون څخه جمعه د شپې وغوښتل چې په ۴۸ ساتونو کې دې له دغه هېواد څخه ووځي. د چاد حکومت «بې ادبه چلند» او د «ډيپلوماسي دودونو ته نه درناوی» د سفېر اېستلو لپاره د دلایلو په توګه مطرح کړي. د دغه ۱۷ ...

Read More »

تیر کال هر الماني په اوسط ډول ۱۰ کیلو چاکلیټ خوړلي

د اقتصادي بحران او توکو د بیو لوړیدو سربیره د اروپایي اتحادیې په تر ټولو ګڼ میشته هیواد المان کې هر یوه اوسیدونکي تیر کال په اوسط ډول لس کیلو ګرامه شوکولاد یا چاکلیټ خوړلي. په شاوخوا ۸۳ میلیونه نفوس درلودونکي دغه هیواد کې د نورو لویدیځ هیوادونو په څیر ...

Read More »

‘نهاد’ ځايي راډیو خپلې خپرونې په بلخ کې بېرته پیل کړې

د افغانستان د ژورنالیستانو مرکز وايي، د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د ‘نهاد’ راډیو خپلې خپرونې بېرته پیل کړې. د دې مرکز په حواله ۴۰ ورځې مخکې په دې راډیو کې پراخ اور لګېدلی و، چې تر هغه وروسته د راډیو خپرونې بندې شوې وې. دغه مرکز ...

Read More »

ایران د ‘بې‌حجابه ښځو موندلو لپاره د څار کامرې نصبوي’

ایراني پولیسو ویلي، ایراني چارواکو په عامه ځایونو کې د هغو ښځو د څارنې لپاره د څار کامرې لګول پیل کړي، چې په وینا یې حجاب نه لري. پولیس زیاتوي، هغه ښځې چې د بې‌حجابۍ له کبله معلومې شي، لومړی به د خپلو وېښتانو د نه پټولو له کبله یو ...

Read More »