امنیتي سرچینو په کابل کې د غلا په تور د ۴ مشهورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی. د کابل امنيې قومندانۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان په غلاوو مشهور وو د ۱۰مې امنیتي حوزې د سرتېرو له لوري ونیول شول. سرچینې زیاته کړې، چې یادو اشخاصو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې له کورونو او خلکو غلاګانې کولې، چې د امنیتي ځواکونو له څو ورځنیو هڅو وروسته لاس په لاس ونیول شول. د کابل امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د نیول شویو کسانو دوسيې به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
Read More »بلوچستان کې په یو وسله برید کې څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي
د بلوچستان د پولیسو چارواکي وایي، د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۲) څلور پولیس د وسله والو یاغیانو سره په ډزو کې ووژل شول. تر دې پېښې څو ساعته مخکې د بلوچستان په مرکز کویټه کې په یوې بمي چاودنې کې څلور کسان وژل شوي وو. چارواکيو ...
Read More »ممبۍ انډین لوبډلې بلاخره په سږني آی پي ایل کې بریا خپله کړه
د هند پریمیر لیګ یا آی پي ایل په ۱۶مه لوبه کې ممبۍ انډینز د ډهلي کپیټلز لوبډلې ته له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه او لومړنۍ بریا یې ثبت کړه. په دغه لوبه کې د ممبۍ انډینز لوبډلمشر روهیت شرما د لوبې پچه ...
Read More »د بریټانیا اقتصاد په اړه د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه
د پیسو نړیوال صندوق وړاندوېینه کړې چې په روان میلادي کال کې به د بریتانیا اقتصادي وده د نړۍ له ټولو لویو اقتصادونو بدتره وي. د دغه نړیوال بنسټ د اټکل له مخې، د بریتانیا اقتصادي وضعیت به د جي ۲۰ ډلې د ټولو ۱۹ غړو پرتله ډېر ناوړه وي. ...
Read More »مصنوعي زیرکتیا؛ کويټ کې یوې رسنۍ مصنوعي ويانده پر کار ګمارلې
کویټ نیوز په نوم رسنۍ داسې ویانده پر کار ګمارلې ده چې، انسانه نهده او د مصنوعي هوښ په مرسته ویاندويي کوي. د کویټ دې رسنۍ دا خبریاله «فضه» نومولې. د دې ویاندې سر لوڅ دی، ویښته یې ژیړرنګه دي او له څېرې د اروپایانو په څېر ښکارې. کویټ نیوز ...
Read More »ټوماس ویسټ د افغانستان په تړاو خپل سفر پرون پیل کړ
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدهایالتونو ځانګړی استازی د قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې په سفر وتلی دی. ټام وېسټ دا سفر پرون پیل کړ. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې، وېسټ به په دوحه کې د قطر له چارواکو، د ...
Read More »د ملګرو ملتونو سرمنشي د سوماليا لپاره د پراخ نړيوال ملاتړ غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش سومالیا ته د سفر پر مهال پرون سهشنبه د دغه هېواد لپاره «پراخ» نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه. سومالیا چې یو بېوزلی هېواد دی، له کلونو راهیسې د وچکالۍ او د افراطي وسلهوالو د تحرکاتو په وړاندې مبارزه کوي. ګوتېرش دغه سفر ته د «پیوستون» ...
Read More »د افغانستان بانک نن ۱۵ ميليون ډالره ليلاموي
د افغانستان بانک وايي په پام کې لري، چې نن چهارشنبه ۱۵ ملیون امریکايي ډالره لیلام کړي. دغه بانک پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ یا هم پولي خدماتو له شرکتونو غواړي په داوطلبۍ کې برخه واخلي. د افغانستان بانک وخت ناوخت د افغانیو ...
Read More »د افغانستان د هوايي حریم عواید ډېر شوي
د افغانستان له هوايي حریم هر کال دوه نیم میلیونه امریکايي ډالره عواید ترلاسه کېږي. د ترانسپورټ او هوایي، چلند وزارت ویاند وايي، چې د افغانستان په هوايي حریم له هرې عبوري الوتنې ۷۰۰ امریکايي ډالره اخیستل کېږي او په هرو ۴۰ ساعتونو کې له هوايي حریم شاوخوا ۱۰۰ الوتنې ...
Read More »اوکرایین کې د جګړې په اړه ډېر پټ امریکايي اسناد ډاګیز شوي
امریکايي او نور لوېدیځ کارپوهان د هغو لسګونو پټو اسنادو د ډاګیزونې د سرچینې د موندلو هڅه کوي چې پر انټرنېټ خپاره کړل شوي دي. په دغو اسنادو کې د اوکرایین د هوايي دفاع د سیستمونو په اړه جزییات هم دي. په دې اسنادو کې نخچې، تشریحي رسمونه او انځورونه ...
Read More »