د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې د افغان کړکېچ د اواري لپاره باید د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو اترو لار غوره کړل شي. توماس وېسټ دا خبره په داسې وخت کې کړې، چې سیمې ته یې د خپل تازه سفر په لړ کې په استانبول کې ...
Read More »په لوګر کې د ۳۲ ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل شوې
په لوګر ولایت کې د تېرې جګړې پر مهال د ۳۲ زیانمن شویو ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې دي. دغه ښوونځي د IRC موسسې د ۷۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت بېرته رغول کېږي. د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د بیا رغونې په دې ...
Read More »جاپان: د جي ۷ هېوادونو غونډه کې افغانستان سره د تعامل غږ پورته کوو
د ریاست الوزرا اداري مرستیال کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي. په دې لیدنه کې د جاپان سفیر ویلي، چې افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د اداري فساد مخنیوي او له نشهیي توکو سره د مبارزې په برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي. او کادا ډاډ ...
Read More »روغتیا وزارت: د ماشومانو د مړینې په اړه د روغتیا سازمان راپور بې اساسه او له حقیقت څخه لرې دی
د عامې روغتیا وزارت د خوړو نړیوال پروګرام هغه راپور رد کړی چې ګواکې په افغانستان کې د ورځې ۱۶۷ ماشومان د داسې عواملو له امله مړه کېږي چې مخنیوی یې شونی دی. د یاد وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په لیږل شوي یوه غږیز پیغام کې ویلي چې ...
Read More »د خیبر پر لویه لاره د ځمکې ښویېدنې پېښه کې مالي او ځاني زیانونه اوښتي
ځايي چارواکي وایي، د تورخم سرحدي ښارګوټي ته نږدې د خیبر پر لویه لاره نن سهار وختي د ځمکې د ښوویېدو په پېښه کې لږترلږه دوه تنه افغانان مړه شوي او د دې وېره شته چې لسګونه نور به تر خټو لاندې شویو لاریو کې بند پاتې وي. د خیبر ...
Read More »محمد نبي د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې مرکز جوړوي
د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي محمد نبي عیسي خېل پر خپل فېسبوک لیکلي چې راتلونکی پلان یې د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې د یوه مرکز پرانیستل دي. عیسي خېل لیکلي: “دا ځل هڅه کوم چې خپل ملت ته یو لوی کار وکړم.” هغه دې روغتیایي مرکز ته د ‘ادې’ ...
Read More »فراه کې د بېلابېلو الوتونکو او څارویو د تولید او روزنې کمپونه جوړ شوي
په فراه کې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ له لوري پر ۸۰۰ جریبه ځمکه د څاړې (توغدارې) مرغانو په ګډون د بېلابېلو الوتونکو او څارویو د تولید او روزنې کمپونه جوړ کړي دي. په یوه کمپ کې د څاړو د روزنې او تولید د برخې ډاکټر عبدالکریم احسان ...
Read More »فوټبال؛ د انګلستان غوره لیګ سیالیو اتلولۍ لپاره د آرسنال ناهیلي زیاته شوې
که څه هم آرسنال په دوو ګولونو له خپل کوربه ویستهام څخه مخکې وو، خو د لوبې په ۹۰ دقیقو کې و نه توانیدو، څو خپل مخکښتوب وساتي او لوبه ۲ – ۲ په وړاندې مساوي پایته ورسیده. د انګلستان غوره لیګ سیالیو په ۳۱ اوونۍ کې آرسنال په داسې ...
Read More »امريکا په سوريه کې د داعش ډلې پر یوه قوماندان برید کړی
د امریکا د مرکزي قواو قومنداني سینټکام وایي، ځواکونو یې نن سهار وختي د اسلامي دولت ډلې یا داعش یو جګپوړی مشر چې په منځني ختیځ او اروپا کې د تروریستي بریدونو په پلانولو کې یې لاس درلود، په نښه کړی او په غالب ګومان وژلی يې دی. يادې قومندانۍ ...
Read More »ځايي سندرغاړی موسی شاهين له بنده خوشې شوی
د راپورونو له مخې د پنجشېر ځايي سندرغاړی موسی شاهین له بنده خوشې شوی دی. د هغې نږدې خپلوانو رسنیو ته ویلي، چې شاهین له شاوخوا درې میاشتو بند تېرولو وروسته پرون طالبانو خوشې کړی او هغه بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی. چارواکو تر اوسه نهدي ...
Read More »