کابل کې د اذربایجان سفیر وايي چې هېواد یې په افغانستان کې د کانونو استخراج، ښوونې او روزنې، د اسان خدمت پروسې پراختیا او پياوړتیا برخه کې همکاري او پانګونه کوي. الهام محمدوف د ریاست الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې ...
Read More »د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي له خپلو شریکانو سره د خبرو لپاره هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي. ویسټ نن سهار ( سه شنبه د کب ۲۹ مه ) پخپله ایکس پاڼه دا خبر خپور کړی دی. نوموړي ویلي چې د افغانستان په ...
Read More »افغانستان له ایرلنډ دوه پر یو د شل اوریز سیالیو لوبلړۍ وګټله
د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډله ترمنځ د شل اوریزو سیالیو درېیمه لوبه تېره شپه ماښام اته نیمې بجې (دوشنبه کب ۲۸ مه) د متحده عربي اماراتو شارجې لوبغالي کې وشوه. د افغانستان کرکټ لوبډلې د ۵۷ منډو په توپیر له ایرلنډ درېیمه شل اوریزه سیالۍ ګټلو سره دوه پر ...
Read More »بایډن: نتنیاهو اسراییلو ته د مرستې پرځای تاوان اړوي
د امریکا ولسمشر، جو بایډن پرون یکشنبه په یوه مرکه کې ویلي د اسراییلو له لوري د غزې تړانګې سویل ته پر رفح ښار د برید خبرداری د اسراییلو د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو لپاره سره کرښه وي. د الجزیرې خبري شبکې د راپور پر اساس پر غزې د اسراییلو ...
Read More »د اسکار ۲۰۲۴ ګټونکي؛ اوپنهایمر فلم اووه لویې جایزې ګټلې دي
د کریسټوفر نولان جوړ کړي فلم «اوپنهایمر» د اسکار اکاډمۍ د جایزو شپږ نویمې دورې د غوره فلم، لارښونې، فلمي اتل، تدوین، موسیقۍ او فلم اخیستنې اووه جایزې ګټلې دي. د اسکار ۲۰۲۴ د جایزو د ورکړې دا مراسم تېره یکشنبې د کب په شلمه د لاس انجلس دالبي ښار ...
Read More »ریال مادرید د سلتاویګو پر وړاندې ۴ ګولونو سره د لالیګا نوملړ سر کې ځای وموند
د هسپانیې د لالیګا اوویشتمې اوونۍ سیالیو په لړ کې ریال مادرید د سلتاویګو لوبډلې کوربنه وه چې دا لوبه څلور د صفر وړاندې پایلې سره د ریال لوبغاړو په ګټه پایته ورسېده. دا لوبه تېره یکشنبې شپه د کب په شلمه د برنابیو لوبغالي کې وشوه. په دې سیالۍ ...
Read More »عدلیې وزارت: د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو په اړه ارزونې پیل شوې
د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر تېره ورځ د کب په ۱۹ مه خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د هېواد په کچه د اهل هنودو د غصب شویو ځمکو د ارزونې بهیر پیل کړی دی.د خبرپاڼې د معلوماتو پراساس کمېسیون په مرکز او ولایتونو ...
Read More »د ملي دفاع وزارت انجینري ټیم سرپل کې ۵۰ کیلومتره مواصلاتي لار له واورو پاکه کړه
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر په خپله ایکس پاڼه لیکلي د ۲۰۹ قول اردو د څلورمې لوا انجینري ټیم د سرپل دره سلطان ابراهیم، قلعه سوخته، شور قدوق، یارکنده، سه توت، اخپلاق او بیشقدوق مرکز ته غځېدلې لار له واورو پاکه کړې او د ترافیکو پرمخ یې پرانیسته.د یادې ...
Read More »د برېتانیا غوره لیګ؛ سیټي له مانچسټر څخه لوبه وګټله
د برېتانیا فوټبال غوره لیګ د اوویشتمې اونۍ په لړ کې مانچستر سیټي لوبډلې مهمه لوبه وګټله، مانچستر سیټي په دې حساسه لوبه کې مانچسټر یونایټیډ لوبډلې ته درې پر یو ماتې ورکړه.دا لوبه تېره شپه د یکشنبې ۱۳ کب په اتحاد لوبغالي کې د دواړو لوبډله ترمنځ وشوه. ددې ...
Read More »غزه کې له اوربند سره د اسراییلو هوکړه
د امریکا متحده ایالاتو لوړ پوړو چارواکو ویلي چې اسراییلو د اسیرانو له خلاصون او اوربند وړاندیزونو ته هوکړه ښودلې ده.سي این این خبري شبکې د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د لوریو هوکړې سره به په غزه کې د شپږو اونیو لپاره اوربند وشي.په همدې ...
Read More »