Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد (page 28)

Author Archives: خبري آژانس رویداد

ملګري ملتونه: د افغانستان د یوازې پرېښودلو وخت نه دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازی مرسیتال رامیز الاکبروف وايي، افغانستان د یوه بشري کړکېچ اوج حالت ته رسېدلی او په اوسني وضعیت کې ”باید لومړیتوب په ممکن حد کې د قحط‍ۍ، ناروغیو خپرېدو او له همدې کبله د مړینې مخنیوی چارو ته ورکړل شي.” ...

Read More »

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته رسیدلي دي

د ازبکستان محلي رسنیو راپور ورکړی چې څه باندې ۱۸۵ ټنه بشري مرسته افغانستان ته لیږلي دي. په مرستو کې ۴۸ ټنه یې اوړه او غنم، نږدې ۱۶ ټنه نباتي غوړي، ۲۴ ټنه بوره او نور خوراکي توکي شامل دي. د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت ...

Read More »

د تونس ولسمشر: له سوریې سره د اړیکو بیا رغولو لپاره کلک هوډ لرم

د تونس ولسمشر قيس سيد د دې هېواد په پلازمېنې تونس کې د سوريې د بهرنيو چارو وزیر فيصل مکداد سره په کتنه کې ویلي، چې تونس په کلک هوډ غواړي له سوريې سره د ورورګلوۍ او همکارۍ اړیکې بېرته عادي کړي او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخيزو ...

Read More »

په مالتا سمندر کې ۶۰ تنه ناقانونه کډوال ژغورل شوي

د مالتا خبري رسنيو خبر ورکړ، چې شاو خوا ۶۰ ناقانونه کډوال چې د مالتا په سمندرګي کې له خطر سره مخ وو، ژغورل شوي او د دغه هېواد جنوبي بندر مارساکسلوک ته انتقال شوي دي. د راپور له مخې، د دغو ناقانونه کډوالو دوه وړونکې بېړۍ له ناڅاپي پېښې ...

Read More »

تېر کال له پکتيا څخه د لسګونه میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولين وايي، چې تېر کال يې بېلابېلو بهرنيو هېوادونو ته د ۱۵۰ ميلیونو ۳۴۵ زرو او ۵۳۵ ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي دي. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئيس وویل، چې د خرلاچي “پټان” بندر له لارې بهرنیو هېوادو ته ...

Read More »

پکتیا کې دوه سترې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ګردېز ښاروالۍ له لوري د ۱۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت دوه ټولګټې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د یادو پروژو د پرانیستلو پرمهال د ګردېز ښاروال وويل، چې د ښاروالۍ پراختيايي بوديجې په لګښت مرکز ګردېز کې کرماشي دوه سړک د ۵۵۵ مترو په اوږدوالي ...

Read More »

پر ښځينه کارکوونکو کار بنديز په غبرګون کې د ملګرو ملتونو تازه خبرداری

ملګري ملتونه وایي، که دوی طالبانو ته دا قناعت ورنه‌کړي چې ښځینه همکارانو باندې یې د کار بندیز لرې کړي، نو دوی به راتلونکې مې میاشته کې یوه (زړه بوږنونکې) پرېکړه وکړي او له دغه هېواده به ووځي. د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مشر اخیم شټاېنر اسوشیتید پریس خبري ...

Read More »

 پياوړو رسنیو له شتون څخه پرته ټولنه نیمګړې ده

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د روژه ماتې مېلمستیا په ترڅ کې د رسنیو له لسګونو مسؤولینو، خبریالانو او د سیاسي چارو له کارپوهانو سره وکتل. په دې کتنه کې، د بهرنیو او کورنیو رسنیو مسئولینو، خبریالانو او سیاسي کارپوهانو په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات ...

Read More »

خليل‌زاد: د ملګروملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه جوړيږي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش به شاوخوا دوه اوونۍ وروسته په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي. دا غونډه داسې مهال جوړېدونکې ده چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که طالبان د ...

Read More »

سرپرست حکومت د کوچني اختر په مناسبت سلګونه بندیان له زندانونو خوشې کړي

افغانستان کې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي، د کوچني اختر رارسېدو په مناسبت یي ۲۴۶۰ بندیان خوشي کړي او د نږدې ۵۰۰ نورو د بند په موده کې یي لږوالی را وستی دی. یادې محکمې خوشې شوي بندیان د بښنې مستحق بللي او په وینا یې ...

Read More »