Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد (page 27)

Author Archives: خبري آژانس رویداد

ننګرهار کې د بېلابېلو ترافيکي پېښو له امله زیات شمېر کسان ټپيان شوي دي

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي، د اختر په ورځو کې په بېلابېلو ترافيکي پېښو کې ۱۲۲ کسان ټپيان شوي دي. د ننګرهار د عامې روغتيا د رياست وياند نقيب الله رحيمي وايي، د ټپيانو ترڅنګ يو تن مړ شوی هم دی. رحيمي ويلي، د اختر په لومړۍ ورځ ...

Read More »

عمران خان: که چارسمبالی حکومت اعلان شي، خبرو ته چمتو دی

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که حکومت ځينو شرطونو ته غاړه کیږدي، دی په ځنډ د ټاکنو تر سره کولو غوښتنه منلی شي. نوموړي ویلي چې که حکومت سر له بلې میاشتې ملي اسمبلي منحل کړي، ...

Read More »

سرپرست حکومت: هېواد کې د ټولو ديپلوماتیکو ادارو امنیت خوندي دی

د سرپرست حکومت چارواکي وایي، په هېواد کې د ټولو دیپلوماتیکو ادارو او ډیپلوماتانو امنیت خوندي دی او هېوادونه کولای شي چې په افغانستان کې له کومه اندېښنې پرته خپلو ډیپلوماتیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي. تېر کال د سلواغې په میاشت کې داسې راپورونه خپاره شول چې سعودي عربستان په ...

Read More »

د ډبرو له سکرو او ګازو څخه به ډیر ژر د بریښنا د تولید فابریکه جوړه شي

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي، چې د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې یې له خصوصي شرکت سره د ګډې همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ. د چارواکیو په وینا، چې دغه هوکړه لیک د ډبرو سکرو او ګازو له سرچینو ...

Read More »

ډنمارک او هالنډ اوکراين ته ټانکونه ورکوي

ډنمارک او هالنډ به په ګډه لیوپرډ 2 ډول ۱۴ ټانکونه اوکراین ته ورکړي. دواړو هېوادونو نن په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، دغه ټانکونه له دریم لاس تر پېرلو او ترمیم وروسته د ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې اوکراین ته سپارل کېږي. سږ فبرورۍ کې، ډنمارک، جرمني ...

Read More »

آی پي ایل؛ نوین الحق هم د لکهنو لپاره خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړه

د افغانستان چټک او بریدګر توپ اچونکي نوین الحق د لومړي ځل لپاره په آی پي ایل سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره ولوبید. نوین چې د لکهنو سوپر جاینټز لپاره لوبه کوي پرون چهارشنبه یې د راجستان رایلز پر وړاندې خپله لومړنۍ سیالي ترسره کړه. دا لوبه چې د ...

Read More »

سوډان کې د واک پر سر جګړه؛ خلک د سر خوندي کولو په لټه کې دي

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د پنځو پرلپسې ورځو د جګړو په دوام، ځایي خلک د سر خوندي کولو په هڅه کې دي. دا مهال جګړه د پلازمینې په مرکزي سیمو کې روانه ده، چې ګڼ خلک په کې اوسېږي. هلته د یوې درنې چاودنې وروسته د خلکو وېره لا ...

Read More »

یمن کې د مرستو وېشلو پر مهال ټېل ماټېل کې لسګونه کسان مړه شوي

د یمن په پلازمېنې صنعا کې د مرستو د وېش پر مهال ټېل ماټېل کې لږ تر لږه ۷۹ کسان مړه شوي او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي. د جرمني ډي.پي.اې اژانس ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه د روژه ماتي پر مهال شوې. دغه اژانس د اوښتې مرګ‌ژوبلې معلومات په ...

Read More »

د زرغون جام لوبډلې او لوبغاړي اعلان شوې

د افغانستان کرکټ بورډ د خبر پر اساس، ټاکل شوې چې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۹مه نېټه د زرغون جام دویم پړاو سیالۍ په خوست ولایت کې د ملي، نولس کلنو او کورنیو لوبغاړو په شتون کې پیل شي او د مې تر ۱۷مې نېټې به دوام وکړي. کرکټ ...

Read More »

یونېسف: په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوو

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف په افغانستان کې له ښځو او ماشومانو څخه د کلک ملاتړ د دوام خبر ورکړی. د افغانستان لپاره د یونېسف څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو د زیاتېدونکو محدودیتونو او په دې ...

Read More »