Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد (page 24)

Author Archives: خبري آژانس رویداد

اوچا: مرستندویه ادارې به له ننګونکي چاپېریال سربېره افغانانو ته مرستې ورسوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، مرستندویه ادارې په افغانستان کې د خورا ننګونکي عملیاتي چاپېریال سره سره هڅه کوي چې ميلیونونو وګړو ته د ژوند ژغورنې مرستې ورسوي. اوچا پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې نادولتي کورنۍ او نړیوالې ...

Read More »

متقي له خپل پاکستاني سیال بوټو سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پاکستان ته د سفر په ترڅ کې پرون له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره وکتل. د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوندو سياسي، اقتصادي ، سوداګريزو، ټرانزيټي اړیکو او ...

Read More »

په افغانستان کې تر شلو زیات چینايي شرکتونه پانګونه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې په تېر یو نیم کال کې چین په بېلابېلو برخو کې افغانستان کې د دوه مېلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده. تېره ورځ هم، یو شمېر چینایي پانګوالو د لمریزې برېښنا او د افغانستان د لویو لارو د بیارغونې په برخو ...

Read More »

اقتصاد وزارت: انفلاسیون کچه را ټیټه شوې ده

اقتصاد وزارت په هېواد کې د  پیسو د پړسوب یا انفلاسیون د کچې د راټېټډو خبر ورکړی دی. د چارواکو په وینا، د توکو بیه څلور اعشاریه یو سلنه کمه شوې او په روان زیږدیز کال کې د افغانستان صادرات اووه سلنه زیاتوالی ښيي. د اقتصاد وزارت مسلکي معین وایي، ...

Read More »

افغان سوداګر له چین څخه د ویزو د ستونزو د هوارۍ غوښتنه کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وایي، افغانستان ته له ورغلي چینایي پلاوي څخه غوښتنه شوې چې چین ته د افغان سوداګرو د ویزې ستونزه دې ژر تر ژره هواره کړي. د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویلي، چې د دې وزارت ...

Read More »

چین یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړیدو ټینګار وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د یوې خبرې غونډې پر مهال په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو سربېره له سرپرست حکومت غواړي، چې د خپلو ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي. چین کانګ د سرپرست حکومت له ...

Read More »

پاکستان کې سېلابونو مالي زیانونو سربېره ۱۴ کسان مړه کړي

پاکستاني چارواکي وايي چې د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې د جمعې له ورځې راهېسې د بارانونو له کبله په یو لړ رامنځ ته شویو پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي. د پاکستان د نیلم سیمې امنیتي چارواکو ویلي چې نهه سیلانیان په کشمیر کې ...

Read More »

وسله والو سره نښته کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي دي

د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو او وسلوالو تر منځ نښته کې شپږ تنه پاکستاني پولیس وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په سیمه کې د ترهګرو پر وړاندي ...

Read More »

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پنځه پولیس وژل شوي

په کشمیر کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال پنځه تنه هندي سرتیري وژل شوي دي. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې تېره ورځ په کشمیر کې د وسله والو پر ضد د عملیاتو پر مهال د هند د پوځ پنځه سرتیري وژل شوي او یو بل تن ...

Read More »

روسانو پر باخموت ښار بريدونه کړي دي

د اوکراین دفاع وزارت د باخموت پر ښار د روسي ځواکونو د سختو بریدونو خبر ورکوي. د اوکراین پوځ پرون وویل، روسیې د دې ښار شاوخوا نوي تازه دمه سرتېري ځای پرځای کړې دي. د اوکرایني پوځیانو په وینا، روسي ځواکونو پر باخموت د توغندیو بریدونه کړي دي. د اوکراین ...

Read More »