Home » Author Archives: خبري آژانس رویداد (page 15)

Author Archives: خبري آژانس رویداد

په ټول هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د حکومت وزارت وايي د وروستیو سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوې ده. د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي “د ۱۴۰۲ لمریز کال چنګاښ میاشتې له ۲۹ د زمري میاشتې تر دویمې نېټې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو ...

Read More »

روسیې د اوکرایین پر اودیسا بندري ښار نور راکټي‌ بریدونه کړي

اوکرایین کې چارواکي‌ وايي چې روسي ځواکونو د دغه هېواد په اودیسا بندري ښار کې د توغندیو تازه بریدونه کړي دي.‌ دوی په دغو بریدونو کې د یوه کس د وژل کېدو او ۱۹ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.‌ د اودیسا والي ‘اولېه کیپر’ ویلي، چې د ۴ ...

Read More »

کمبودیا کې ټاکنې؛ د واکمن ګوند د بریا تمه کیږي

تمه کیږي، چې د کمبودیا واکمن د خلکو ګوند په ننۍ پارلماني ټاکنو کې یو ځل بیا ګټونکي شي. د دې هېواد د ټاکنو کمیسیون وايي، چې رای ورکول نن سهار په ځايي وخت ۷ بجې پیل او د ماسپښین تر ۳ بجو پورې به دوام وکړي. د چارواکیو په ...

Read More »

دفاع وزیر: د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته اړتیا نشته

د دفاع سرپرست وزیر وايي، افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته. نوموړي له العربیة ټلویزیون سره تازه مرکه کې د چین په همکارۍ د ایران او ...

Read More »

سرپرست حکومت د بې جوازه ښکاري ټوپکو لرل منع کړل

د کورنیو چارو وزارت له ښکاري ټوپکو څخه د کار اخیستلو نوی طرزالعمل اعلان کړی دی. دغه وزارت پرون (د چنګاښ ۳۱ مه) پر خپل ټویټر لیکلي، چې دا طرزالعمل د وحشي ژویو د خوندیتوب او په غیرمسولانه ډول د موشکش، چره يي، سپورتي او عتیقه ډوله ښکاري ټوپکو د ...

Read More »

سرپرست حکومت: ترکیه کې نویو زېږیدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورټونو وېش پيل شو

د بهرنیوچارو وزارت وايي، چې د ترکیې په استانبول ښار کې یې نویو زېږېدلو ماشومانو ته د پاسپورتونو وېش پیل کړی دی. د دې وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر ټویټر لیکلي، چې په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ په ترکیه کې نویو زېږېدلو افغان ماشومانو ته د پاسپورتونو د ...

Read More »

میدان وردګ کې د سېلابونو له امله د تلفاتو شمېر ۲۲ ته لوړ شوی

په میدان وردګ ولایت کې ځايي چارواکي د تېرې شپې د سېلابونو په نتیجه کې، د لږ تر لږه ۲۲ کسانو د مړینې او لسګونو کسانو د لادرکۍ خبر ورکوي. په دغه ولایت کې د پېښو په وړاندې د مبارزې رئیس مولوي فیض اله جلالي رسنیو ته ویلي:”د جلرېز د تکانې په ...

Read More »

قهرجنو معترضانو په بغداد کې د سویډن سفارت ته اور ورته کړ

په سویډن کې د قران کریم د سوځولو په اعتراض کې سلګونو کسانو نن سهار په بغداد کې د سویډن پر سفارت برید وکړ او سفارت ته یې اور ورته کړ. د سویډن د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې اعلان کړی چې په بغداد کې د ...

Read More »

کرکټ؛ د اسیا کپ د اتلولۍ مهالوېش اعلان شو

د اسیا د کرکټ د پنځوس اورونو د اتلولۍ مهالوېش پرون اعلان شو. د دې مهالوېش له مخې افغانستان له سریلانکا او بنګله‌دېش سره په ب ګروپ کې یوځای شوی دی. د افغانستان لومړی لوبه به د لاهور په قذافي اسټدیوم کې د سپټمبر پر ۳ او دویمه لوبه به ...

Read More »

د عراق په څوارلسو بانکونو د امریکا لخوا نوي بندیزونه ولګیدل

د امریکا خزانې وزارت او د نیویارک مرکزي بانک د عراق پر څوارلسو بانکونو بندیز ولګاوه. دا پرېکړه د امریکا د خزانې وزارت له یوې کلنې څارنې وروسته شوې ده چې ښایي د عراق اقتصاد اغېزمن کړي. د وال سټریت ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې دا تحریم د دې ...

Read More »