د کډوالو چارو وزارت په اېکس (ټوېټر) کې د یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې په تېرو دوو ورځو کې څلوېښت کسان د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته استول شوي دي. د تورخم د کډوالو چارو مشر د مالوماتو له مخې، ...
Read More »د داعش د پیاوړتیا په اړه رپوټونه بې ثباتۍ ته لمن وهي
سرپرست حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال هغه رپوټ رد کړی چې ګنې په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش په نامه د وسله والې ډلې وړتیاوې او بریدونه ډېر شوي دي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله ...
Read More »د افغانۍ ارزښت د ساتلو په موخه نن ۱۴ میلیونه ډالر لیلامیږي
د افغانستان بانک نن یکشنبې ۱۴ میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري. د باختر اژانس د راپورله مخې، دغه بانک دغه اقدام د افغانۍ د ارزښت د لاپیاوړتیا په هدف کوي. تېره اونۍ هم د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړي وو. په داسې حال کې، چې د ...
Read More »امریکا: له ۲۰۲۱ راهیسې نږدې ۳۴ زره افغانانو ته مو د مهاجرت ځانګړې ویزې ورکړي
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وایي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې ولسمشرجوبایډن دنده پیل کړې، نژدې ۳۴ زره هغو افغانانو ته ځانګړې ویزې صادرې شوې، چې په هغه هېواد کې له امریکایي مختلفو ادارو سره یې کار کړی دی. دغه سفارت، چې له قطرڅخه فعالیت مخ ته وړي، په ...
Read More »کرېکټ: پاکستان درېیمه يوه ورځنۍ لوبه وګټله
د افغانستان او پاکستان تر منځ د دريو يو وځنيو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه پاکستان په ۵۹ منډو وګټله. دغه سيالي چې د افغانستان په کوربتوب په کولمبو ښار کې ترسره شوه، پچه يې پاکستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. پاکستان د اتو لوبغاړو په ...
Read More »چین په افغانستان کې د موټرو د بطریو تولید برخه کې پانګونه کوي
د صنعت کارانو ټولنې مسوولین وايي، چې چین په افغانستان کې د برېښنايي موټرو د بطریو د تولید فابریکې له جوړولو سره لېوالتیا لري. د صنعت کارانو ټولنې د غړو په وینا، چیني پانګوال وايي، که د افغانستان او چین تر منځ د بانکي ستونزو د حل لازم اقدامات وشي، ...
Read More »د قوش تېپې کانال د لومړني فاز چارې د بشپړېدو په حال کې دي
د ملي پراختيا شرکت عمومي اجرایوي رییس بلخ ته په سفر کې د قوش تېپې کانال له روانو چارو کتنه کړې او ځایي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د دې ملي پروژې د چارو کیفیت او کمیت ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي. ملي پراختیا شرکت وايي، چې د یاد ...
Read More »ډنمارک د قران کریم په سوځولو بندیز لګوي
د ډنمارک حکومت ویلي، پلان لري چې د قران د نسخو په سوځولو بندیز ولګوي. په دغه اروپايي هېواد کې د اسلام سپیڅلي کتاب ته سپکاوي د اسلامي هیوادونو غوسه راپارولې ده. د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هملګارډ ویلي، حکومت داسې یو قانون وړاندې کوي چې له مخې یې ...
Read More »د اسپانیا د فوټبال ګڼ شمېر ښځینه لوبغاړو له لوبو سره پرېکون اعلان کړی
د اسپانیا د فوټبال نېږدې اتیا لوبغاړو ویلي چې له دندې د دې هېواد د فوټبال فدراسیون مشر لوئس روبیالیس د ګوښه کېدو تر مهاله له لوبو سره پرېکون کوي. لوبغاړو دا اقدام د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالیو کې له بریا وروسته د لوئس روبیالیس له لوري له خپلمنځي ...
Read More »جرمني کې سلګونه میله وسلې او زیاته اندازه مهمات نیول شوي
د جرمني چارواکي، د یوې ښي اړخي افراطي ډلې پر ضد د پلټنو په ترڅ کې په سلګونو میله وسلې او په زیات شمېر مهمات ترلاسه کړې دي. داسې ادعا کیږي، چې دغې ډلې غوښتل د جرمني حکومت نسکور کړي. د جرمني عدلې وزارت پرون وویل، چې تر اوسه درې ...
Read More »