ټاکل شوې، چې د پاکستان د اسلام اباد لوړه محکمه نن د پخواني لومړي وزیر عمران خان لخوا هغه ته د دولتي سوغاتونو قضیه کې د اورول شوې سزا د ځنډېدو غوښتنې په اړه پرېکړه وشي. د اسلام اباد د لوړې محکمې رییس ‘قاضي عامر فاروق’ په مشرۍ دوه کسیز ...
Read More »ایران ته ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ولیږدول شول
د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېلو له مسترد کولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن يې د فراه په ۷۸میل بندر کې ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې پرون هم د یاد ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هم ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته مسترد کړي وو.
Read More »د مرکزي اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کمعمره لوبډلې درېیم مقام وګاټه
د افغانستان د فوټبال تر اولس کلنو کمعمره لوبډلې د مرکزي اسیا جام سیالیو درېیم مقام وګاټه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه کې ویلي چې د افغانستان د فوتبال ټیم د کافا جام سیالیو درېیمه لوبه ازبکستان ته درې د صفر پر وړاندې بایلوده او درېیم ...
Read More »د روسیې دفاع وزارت د مسکو پر فضا دوه بېپیلوټه الوتکې ویشتي او نسکورې کړي
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د مسکو د یوې سیمې پر فضا یې تېره شپه دوه بېپیلوټه الوتکې ویشتي او نسکورې کړې یې دي. روسي چارواکیو ویلي چې دفاعي ځواکونو یې دواړه الوتکې په بریانسک سیمه کې نسکورې کړي چې چاته یې زیان نه دی اړولی. د روسیې دفاع ...
Read More »د لیبیا بهرنیو چارو وزیره له اسراییلي سیال سره تر کتنې وروسته له دندې لېرې کړل شوه
د لیبیا لومړي وزیر خپله د بهرنیو چارو وزیره نجلا منقوش تر هغې وروسته ګوښه کړې چې د اسراییل له بهرنیو چارو وزیر سره یې د ‘غیر رسمي کتنې’ رپوټونه خپاره شول. لیبیا کې د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه یکشنبه په یوه اعلامیه کې د اغلې منقوش ...
Read More »د هېواد په شپږو ولایتونو کې نن د ګوزڼ ضد واکسیناسیون پیلېږي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق “یونسېف” وايي نن د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسیناسیون څلور ورځنی کمپاین پیلېږي. تېره اونۍ هم په ګڼو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ترسره شو چې څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان ته پکې ...
Read More »د فرانسې په دولتي ښوونځيو کې د حجاب پر اغوستلو بندیز لګول کیږي
د فرانسې پوهنې وزیر ویلي چې په دولتي ښوونځيو کې د عبایه یا حجاب پر اغوستلو بندیز لګوي. عبایه پراخې او اوږدې جامې دي چې مسلمانې ښځې یې اغوندي. د فرانسې پوهنې وزیر ګابرېیل اتال ویلي، دغه قاعده به د سپتمبر پر ۴مه د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره ...
Read More »د ټرمپ ټاکنیز ټیم د زندان عکس له خپریدو وروسته ملیونونه ډالره را ټول کړي دي
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټاکنیز ټیم وايي تر هغې وروسته چې پولیسو تېره پنجشنبه د جورجیا ایالت د مرکز اتلانتا په زندان کې د هغه عکس واخیست، څه باندې اووه میلیون ډالر یې راټول کړي دي. د دغو پيسو ډېره برخه د هغو ګیلاسونو یا پیالو، کمیسونو ...
Read More »کرېکټ بورډ: کریم جنت به په اسیا کپ کې د اړتیا پر مهال ولوبول شي
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن ماسپښین د راتلونکو اسیا جام سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۷-کسیز نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۳۰مه نېټه د پاکستان په ملتان ښار کې پیل شي چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې ...
Read More »د افغانستان د فوټبال لوبډله تاجکستان ته لاړه
د افغانستان تر۲۳ کلونو لاندی عمرونو د فوتبال ملي ټیم د اسیاجام ته د لارموندنې د سیالیو په هدف د تمرینونو لپاره تاجکستان ته ولاړ. د افغانستان د فوتبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، چې د هیواد د ملي ټیم غړي به د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې ...
Read More »