د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې په خیبرپښتونخوا کې د یو ماین چاودنې پرمهال شپږ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه هیواد د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې، ماین چاودنه(سه شنبه،۲۷د لېندۍ)د خیبرپښتونخوا په «دېره اسماعیل خان»سیمه کې رامنځته شوې چې، پرمهال یې ...
Read More »اسراییلو یو کس ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولی
اسراییلي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هیواد امنیتي ادارو یو کس ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی. امنیتي ادارو رسنیو ته ویلي په نیول شوي نیول شوی کس جان نومیږي او پر هغه تور دی چې، ایران ته یې جاسوسي کوله او دغه هیواد ته یې زیاتره ...
Read More »له ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون وغځول شو
د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولان وایې، چې له ازبکستان څخه هیواد ته د وارداتي برېښنا هوکړه لیک د ۲۰۲۵ کال تر پایه وغځول شو. د یاد شرکت څخه(سنه شنبه،۲۷د لېندۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، چې دا هوکړه لیک د افغانستان برېښنا شرکت اجرايي رییس عبدالباري عمر او ...
Read More »د افغانستان او زیمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه بې پایلې اعلان شوه
د افغانستان او زیمبابوې لوبډلو ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د دوامداره باران له کبله بې پایلې پای ته ورسېده. په یاده لوبه کې د افغانستان لوبډلې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه، خو د سخت باران له امله داسې مهال لوبه لغوه شوه چې ...
Read More »مسکو کې ماین چاودنې یو روسیي جنرال وژلي
رسنیو خبر ورکړی چې د روسیې په پلازمنې مسکو کې د یوې چاودنې پرمهال د دغه هیواد د اټومي دفاعي ځواکونو رئیس جنرال لفتنانت ایګور کریلوف وژل شوی دی. رسینو د سرچینو له قوله ویلي چې پر نوموړي دغه چاودنه(سه شنبه،۲۷د لېندۍ)د هغه استوګنیزي ته څیرمه رامنځته شوې چې پرمهال ...
Read More »پاکستان کې د پولیو واکسین پر ټيمونو وسله وال برید
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې د پولیو د واکسین پرټیمونو وسله وال برید کې د روغتیا پالانو یو پولیس ساتونکی وژل شوی او دوه نور کارکوونکي ټپیان شوي دي. د رسینو د مالوماتو له مخې یاد بریدونه د خیبرپښتونخوا ایالت د کرک په ...
Read More »د غزې جګړه کې ۱۳۵۰۰ اسراییلي سرتېري ټپیان شوي
د اسراییلو دفاع وزارت خبر ورکړی چې، په غزه کې د روانې جګړې له پیل تر دې مهاله نېږدې ۱۳۵۰۰ اسراییلي سرتیري ټپیان شوي دي. د یاد وزارت څخه په خپور شوي راپور کې راغلي چې، د یاد شمېر سرتېرو او افسرانو له ډلې، ۱۵۰۰ یې دوه ځلې په جګړه ...
Read More »افغانستان له زمبابوې سره د پنځوس اووره سیالیو لوبلړۍ پيلوي
ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د زمبابوې په کوربه توب له دغه هیواد سره د پنځوس اوریزه سیالیو لوبلړۍ سبا(سه شنبه،۲۷د لېندۍ)پیل کړي. یاده لوبه به سبا ۱۲:۰۰ بجې د زمبابوې په حرېرې کرکټ لوبغالي کې پیل شي. بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د ...
Read More »د ایران حکومت په مازندران کې پر افغان وګړو د اوسیدو بندیز لګولی
ایرني چارواکو د دغه هیواد په مازندران کې پر افغانانو سخت بندیزونه وضعه کړي دي. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت سلاکار نادریار احمدي رسنیو ته د خبرو پرمهال ویلي چې، په مازندران کې افغانان له هر ډول کار منع دي او حتی افغانانو ته د لنډ مهاله استوګنې ...
Read More »ترکیه وایې د سوریې ځواکونو روزنې ته چمتو ده
ترکیي چارواکو ویلي که د سوریې نوی حکومت ورڅخه وغواړي ترکیه چمتو ده چې، د دغه هیواد ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي. دغه څرګندونې(یک شنبه،۲۵د لېندۍ) د ترکیې د دفاع وزیر، یاشار ګولر د یو خبري کنفرانس پرمهال کړي دي. نوموړي له سوریې سره د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند ...
Read More »