د فوټبال نړيوال جام سيالۍ بېګا يکشنبه د شپې د (لړم په ۲۹مه) په قطر کې د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پيل شوې. د قطر امير محمد بن حمد ال ثاني په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې له پرله پسې ۱۲ کلنو هڅو او زحمتونو ...
Read More »متقي: نړيوال له افغانستان سره پر مرستو کولو مسوول دي او بشري مسايل دې سياسي نه کوي
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پرون يکشنبه د (لړم په ۲۹مه) په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافیر پال کلومان بکر سره ليدلي او دواړو له افغانستان سره پر بشري مرستو، امنیت، پراختيايي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو خبرې کړي دي. متقي په دې ...
Read More »ډنډې پټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه اوس هم روانه ده
د پکتيا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ جګړه له وړمې شپې راهيسې پيل شوې او تر نن دوشنبې د (لړم ۳۰مې) دوام لري. په ډنډه پټان کې ځايي سرچينو رويداد خبري اژانس ته تائيد کړه، چې نن له ...
Read More »ترکيه: سوريې کې ترسره کړي بريدونه د ملګرو ملتونو د منشور مطابق شوي
د ترکيې اناتولي اژانس د دې هېواد دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی، چې د سوريې او عراق په شمالي برخو کې د کرد ملېشو پر وړاندې ترسره شوي هوايي بريدونه يې د خپلې دفاع په موخه کړي دي. دې وزارت زياته کړې، چې د ملګرو ملتونو د منشور ۵۱مې ...
Read More »ملګرو ملتونو د ماشومانو نړيوالې ورځې په مناسبت د نجونو ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه کړې
نن د نومبر ۲۰مه نېټه ده او د ماشومانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په نړۍ کې ماشومانو ته د زدهکړو، روغتيا او د دوی د سمې روزنې په برخو کې د دولتونو له لوري د ژمنو په کولو سره نمانځل کېږي. د همدې ورځې په مناسبت ...
Read More »بغلان کې د دوو ټرافيکي پېښو له امله ۵۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
په بغلان کې د دوی بېلابېلو ټرافيکي پېښو له امله ۵۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو په دې اړه رسنيو ته ويلي، چې دواړو پېښو ټپيانو روغتونونو ته لېږدول شوي او وضعيت يې د ډاډ وړ دی. دوی زياته کړې، چې لومړۍ پېښه د دوشي ولسوالۍ په ...
Read More »پولنډ؛ د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان له غونډې د روسيې د ايستلو کوشش کوي
ټاکل شوې چې د راتلونکې ډيسمبر په لومړۍ او دويمه نېټه د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو شورا غونډه ترسره شي؛ خو پولنډ چې د دې سازمان مشري په غاړه لري داسې هڅې پيل کړي، چې په ياده غونډه کې د روسيې د ګډون مخه ...
Read More »هند: افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته، د سيمې وضعيت اندېښمنوونکی دی
هندي چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او واک ته د نوي سرپرست حکومت له رسېدو سره په سويلي اسيا او په ټوله سيمه کې د وضعيت په اړه اندېښنې زياتې شوي دي. دا څرګندونې د هند کورنيو چارو وزير اميت شاه په هغې دوه ...
Read More »ريچارډ بينېټ د ښځو د حقونو فعالې ظريفې يعقوبي د خوشې کېدو غوښتنه کړې
د افغانستان بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بينېټ غوښتنه کړې، چې د ښځو حقونو فعاله ظريفه يعقوبي دې ژر تر ژره خوشې شي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې ظريفه يعقوبي او د هغې ۴ نورې همکارانې د روانې نومبر ...
Read More »د رسنيو د ازدۍ په نړيوال اېتلاف کې د افغانستان غړيتوب سلب شو
د رسنيو د ازادۍ نړيوال اېتلاف يا Media freedom coalition د افغانسان غړيتوب له منځه وړی او ويلي يې دي، چې دامهال په افغانستان کې د رسنيو ازادي محدوده شوې ده. دې اېتلاف پرون جمعه ناوخته د (لړم په ۲۷مه) خپله خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې اوسمهال په افغانستان ...
Read More »