Home » افغانستان » د امريکايي او پاکستاني چارواکي د افغانستان مسئلې په اړه خبرې کوي

د امريکايي او پاکستاني چارواکي د افغانستان مسئلې په اړه خبرې کوي

ټاکل شوې سبا د پنج‌شنبه د (تلې په ۱۵مه) د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيالې ميرمن ونډي شرمن په مشرۍ امريکايي هيئت د افغانستان وضعيت په اړه له پاکستاني چارواکو سره وګوري.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې به مخې، دغه پلاوی به د اکټوبر په ۷مه له نوي ډهلي سيده اسلام‌اباد ته ورسېږي او دغلته به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

خو پاکستانۍ ډان ورځپاڼې بيا په واشنګټن کې د ځينو ډيپلوماټيکو سرچينو په حواله خبره ورکړی چې د ميرمن شرمن په مشرۍ امريکايي پلاوی د ۴ عمده موضوعاتو په اړه د بحث په موخه اسلام‌اباد ته ور روان دی.

ورځپاڼې د سرچينې په حواله زياته کړې چې د طالبانو په مشرۍ په افغانستان کې د نوي حکومت په رسميت پېژندل، پر افغانستان د نړيوالو له لوري د بنديزونو وضعه کول، افغانستان ته د امريکا او متحدانو لاسرسی او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري هغه ټکي دي، چې د امريکايي او پاکستاني چارواکو ترمنځ به پرې د مېز پر سر بحث وشي.

ډان ورځپاڼې زياته کړې چې امريکا هڅه کوي چې پاکستان هم تر هغې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رسميت پېژندلو را وګرځوي، څو په دې اړه نړيوالې ټولنې واضېح پرېکړه نه وي کړي.

دا لومړی ځل دی چې واک ته د ولسمشر جوبايډن له رسېدو وروسته، د امريکا بهرنيو چارو وزارت مرستيالې په کچه د امريکا لوړپوړی پلاوی پاکستان ته سفر کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...