Home » افغانستان » لویډ آسټین: افغان ځواکونه باید د طالبانو د فعالیتونو د چټکتیا مخه ونیسي
رویداد خبري آژانس
د امریکا د دفاع وزیر،لویډ آسټین

لویډ آسټین: افغان ځواکونه باید د طالبانو د فعالیتونو د چټکتیا مخه ونیسي

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین وایي، چې افغان ځواکونه باید د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د چټکتیا مخه ونیسي.

لویډ آسټین په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي او افغان پوځ یې پر وړاندې مقاومت کوي.

د آسټین په وینا د افغان پوځ تر ټولو مهمه دنده دا ده چې وکړی شي د سیمو د نیولو او فعالیتونو په برخه کې د وسله والو طالبانو مخنیوی وکړي او ددغه ډلې هڅې او چټکتیا راکمه کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان پوځ د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او دوی باید واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو مخنیوی وکړي.

لویډ اسټین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په هېواد کې جګړې شدیدې شوې دي او طالبان هره ورځ د نوو سیمو د نیولو ادعا کوي.

بلخوا امریکا بیا په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې افغان پوځ د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او د اړتیا پر وخت به یې مرسته کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...