د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف وايي، موده وړاندې په لاهو کې د شوې چاودنې په اړه ترسره شوې څېړنې ښيي چې دغه بريد د هند استخباراتي ادارې (را) له لوري پلان شوی و.
نوموړي چې نن دوشنبه د (چنګاښ په ۱۴مه) يې خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل، د لاهور چاودنه د يوه هندي وګړي له لوري چې د دغه هېواد د استخباراتي شبکې کاروونکی دی، پلان شوې وه او په خبره يې د يادې چاودنې پرمهال يو شمېر نورو کسانو هم ورسره همکاري کړې ده.
معيد يوسف که څه هم د ياد هندي وګړي نوم نه دی په ډاګه کړی، خو ويلي يې دي، يو افغان وګړی عيدګل او بل د کراچۍ ښار اوسېدونکی ضياءالله چې د يادې چاودنې په ترسره کولو کې يې لاس درلود، نيول شوي دي.
نوموړي په پېښه کې د يوه افغان نيول کېدو ته په اشارې سره ويلي، ترهګر د افغان کډوالو په منځ کې ځان پټوي او په باور يې، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د تېرې جون په ۲۳مه د لاهور په جوهر ټاون کې چاودنې د يوه پوليس په ګډون ۳ تنه ووژل او ۲۱ تنه نور يې ټپيان کړل.
د راپورونو له مخې، ياده چاودنه د لشکر طيبه ډلې د مشر حفيظ سعيد کور مخې شوې وه.