Home » افغانستان » حنیف اتمر: د طالبانو نظام نه د موږ، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی
رویداد خبري آژانس

حنیف اتمر: د طالبانو نظام نه د موږ، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، د وسله الو طالبانو د رژیم په څېر یو نظام نه د افغانستان، نه پاکستان او نه د نړۍ په ګټه دی.

حنیف اتمر، پرون سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه نېټه) له اریانا نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وویل، دا موضوع یې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره هم شریکه کړې ده.

نوموړي وویل:”د طالبانو د رژیم په څېر د یوه رژیم بېرته راتګ چې سیمه ییز او نړیوال تروریستان هم ورسره وي، نه ستاسو، نه زموږ او نه د نړۍ په ګټه دی. دا خو خپله ستاسو د بربادۍ سبب کېږي. زموږ ګټه په دې کې ده چې طالبان د مذاکرو مېز ته راولو، څو له افغان دولت سره سوله وکړي او تاسې یې د پوځي اکمالاتو مخه ونیسئ.”

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، اسلام اباد هڅه کوي، د افغانستان د سولې پروسه کې رغنده رول ولوبوي.

ښاغلي قریشي دغه راز منلې چې پاکستان له طالبانو سره تماسونه لري، خو د ده په خبره دا تماسونه د سولې په خبرو کې د اسانتیا برابرولو لپاره دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...