Home » سپورټ » قطر کې نن د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ د فوټبال لوبه ده
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

قطر کې نن د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ د فوټبال لوبه ده

ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه (د غبرګولي ۱۳مه نېټه)د افغانستان او بنګله دیش د فوټبال لوبډلو ترمنځ د قطر پلازمېنه دوحه کې مسابقه وشي.

دا لوبه ۲۰۲۱ نړیوال کپ او ۲۰۲۳ اسیا کپ ته د لارې موندلو لپاره ده.

د بنګله دیش د فوټبال لوبډله د فیفا د شمېرو له مخې یو سل او څلور اتیایم ځای لري او افغان لوبډله تردې پنځه دیرش نومرې لوړ مقام لري.

د افغانستان او بنګله دیش ترڅنګ په ګروپ کې قطر، عمان او هند هم شته. قطر د ګروپ په سر کې دی، بیا عمان دی او ورپسې افغان لوبډله درېیم ځای لري.

نننۍ لوبه د افغانستان لپاره مهمه ده که یې بایلي له دې ګروپه د وتلو چانس له لاسه ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...