Home » افغانستان » اشرف غني: هېواد په حساسو شرایطو کې دی د افغانانو یووالي ته اړتیا ده
رویداد خبري آژانس
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

اشرف غني: هېواد په حساسو شرایطو کې دی د افغانانو یووالي ته اړتیا ده

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني ویلي هېواد په حساسو شرایطو کې دی او له افغانانو یې د یووالي د ساتلو غوښتنه کړې ده.

ولسمشر غني د مجاهدینو د بریا په مناسبت په خپاره کړي پيغام کې ویلي چې د جهاد تر بریا وروسته بې پروايي او خپلمنځي ستونزې ددې سبب شوې چې ناورین لسیزې په افغانستان کې ادامه پيدا کړي او په خبره یې اوس هم افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او ددې اړتیا ده چې افغانان خپل یووالی وساتي.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او له جګړو لاس په سر شي.

ولسمشر دا خبرداری هم ورکړی چې هېڅوک له زور او فشار په استفادې په افغانانو خپلې طرحې نه شي منلی او په خبره یې افغانانو کلونه د ولسواکۍ او نظام د جوړولو لپاره قربانۍ ورکړې دي او په اسانه به له خپلو قربانیو تېرنه شي.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده او پر نړیوالو یې غږ کړی چې خپلو صادقانه همکاریو ته ادامه ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...