Home » افغانستان » انټوني بلینکن: د استانبول غونډه کې به د طالبانو او حکومت مشران ګډون کوي
رویداد خبري آژانس
امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

انټوني بلینکن: د استانبول غونډه کې به د طالبانو او حکومت مشران ګډون کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د بروکسل په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي ټاکل شوې چې ډېر ژر په ترکیه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې غونډه وشي.

د انټوني بلینکن په خبره په دې غونډه کې به د طالبانو او افغان حکومت مشران ګډون کوي خو نوموړي دا نه ده واضح کړې چې تر کومې کچې مشران به په دې غونډه کې حاضر وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دا غونډه په راتلونکو څو اونیو کې د ده په وینا د “ډیپلوماسۍ او د شخړې د یو ډول سوله ییز حل لپاره د هڅو لړ کې رابلل کیږي “.

انټوني بلېنکن دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغان دولت سرچینو رویټرز ته ویلي ولسمشر غني د ترکیې غونډې لپاره یو وړاندیز چمتو کوي چې له مخې به یې د ده د پنځه کلنۍ دورې له پای وړاندې ټاکنې کیږي.

د دې طرحې له مخې به شپږ میاشتې اوربند کیږي او بیا د نړیوالې ټولنې تر څار او ادارې لاندې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېږي او امریکا دې ته ژمنه ده چې له ديپلوماتیکو لارو په افغانستان کې اوسنۍ جګړه پای ته ورسوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...