Home » افغانستان » پنځه میلیونه افغانې مېرمنې د کاري فرصتونو په تمه په کور ناستې دي

پنځه میلیونه افغانې مېرمنې د کاري فرصتونو په تمه په کور ناستې دي

د افغانستان د ښځو چارو سرپرست وزیره حسینه صافۍ په یوه غونډه کې د ښځو په مشارکت او د دوی د کاري ظرفیت په لوړولو باندې ټینګار وکړه.

حسینې صافۍ په هغه ناسته کې دغه خبره وکړه چې د سیمه‌ ییزو ارګانونو خپلواکۍ ادارې له‌ خوا د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته له ښځو د ملاتړ په موخه، په ښې حکومتوالۍ کې د ښځو د ونډې په نوم جوړه شوې وه.

صافۍ په خپلو خبرو کې وویل په سیاست کې ښځو خپله ونډه تثبیت کړې ده.

په دې ناسته کې د اقتصاد وزیره کریمه حامد فاریابي وایي، په هېواد کې یوازي ۱۶.۶ سلنه ښځې کار کوي چې دا شمېر ډېر کم دی.

د اقتصاد وزیره وايي اوس‌ مهال پنځه ملیونه ښځې په کور ناستې دي او د کار زمینه ورته نه ‌ده براره شوې.

په ورته وخت بیا کې د ښځو چارو وزارت وايي په ملکي خدمتونو کې د ښځو ونډه ۲۹ سلنې ته رسېدلې چې له دې شمېر څه د پاسه ۱۰ سلنه‌یې د دولتي ادارو د رهبرۍ په برخه کې کار کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...