Home » سپورټ » راشد خان په “پي ايس ايل” کې د ګډون لپاره پاکستان ته ولاړ
رویداد خبري آژانس
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان

راشد خان په “پي ايس ايل” کې د ګډون لپاره پاکستان ته ولاړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی راشد خان د پاکستان په سوپر لیګ کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته ولاړ.

دا لومړی ځل دی چې راشد خان د پاکستان په سوپر لیګ کې لوبېږي.

نوموړی د پي ایس ایل ډرافټ کې لاهور قلندرز لوبډلې اخیستی او په لوړ قیمت هم پېرل شوی دی.

راشدخان په خپل ټويټر کې لیکلي، کراچۍ ته روان دی او په لومړي ځل به د پاکستان سوپر لیګ کې ولوبېږي.

تر راشد خان مخکې نور احمدلکڼوال او مجیب الرحمن هم پاکستان ته تللي دي.

نور احمد د کراچۍ کنګز او مجیب الرحمن د پېښور زلمي لوبډلې لپاره لوبېږي.

د یادونې ده، چې د پاکستان سوپر لیګ د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه په کراچۍ ښار کې پیلېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...