Home » سیمه او نړی » مایک پومپیو:اسیایي هېوادونه اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو ته هڅوو
رویداد خبري آژانس

مایک پومپیو:اسیایي هېوادونه اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو ته هڅوو

مایک پومپيو وایي، اسیایي هېوادونه اسراییل سره د اړیکو عادي کولو ته هڅوو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې له یو شمېر اسیایي هېوادونو سره یې مذاکرات پیل کړي څو له اسراییل سره اړیکې عادي کړي.

پومپيو له بلومبرګ سره په مرکه کې ویلي، له یو شمېر اسیایي هېوادونو سره یې خبرې اترې پیل کړې دي او هڅه کوي هغوی وهڅوي چې ژر تر ژره له اسراییل سره اړیکې عادي کړي ځکه دده په خبره دا چاره د اسیا په ګټه ده.

نوموړي زیاته کړې، امارات د نورو اسیایي هېوادونو لپاره یو ښه مثال دی، امریکا اوسمهال پر یاد هېواد د خپلې دفاع لپاره پرمختللې وسلې پلوري او که چېرته نور هېوادونه هم اسراییل سره اړیکې عادي کړي دوی به ورسره پرېمانه مرسته او همکاري وکړي.

د یادونې ده چې ځینې عرب هېوادونو له اسراییل سره اړیکې عادې کړې دي چې دې چارې د نورو اسلامي هېوادونو توند غبرګونونه راپارولي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...